Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار ۱۳مرکزونو کې د نوم‎لیکنې پاڼې نشته

کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ييز دفتر وايي چې د کندهار ښار په شاوخوا ۱۳ مرکزونو کي د ټاکنو لپاره د نوم لیکني پاڼي خلاصې شوې دي او په پنځه ولسواليو کې هم د نوم لیکني پروسه نه ده پیل سوي.

دوی زیاتوي، په هغه ولسوالیو کې چې د نوم لیکنې بهیر نه دی پیل شوی، لامل يې نا امني او په ځینو ولسوالیو کې د وګړو نشتوالی دی.

کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎يیز دفتر درئیس، محمد هاشم درانی  څرګندوي:«د پرون راهیسي د میوند ولسوالۍ مواد خلاص شوي دي او هلته هیڅ کار نه دی شوی حال داچې او خلګ يي هم غوښتنه کوي د ثبت نامه په انتظار ولاړ دي او د دي تر څنګ په ښار کي هم د پرون راهیسې په ۱۳ مرکزونو کي د نوم لیکني مواد خلاص شوي دي.»

همدارنګه په کندهار کي د تاکنو د کمیسون مسوؤلین زیاتوي چې له ریګستان، ښورابک، غورک، معروف او نیش ولسوالیو څخه يې خپل مامورین ایستلي دي، ځکه هلته يي د ۱۵ ورځو په موده کي یواځي تر زرو کسانو نوم لیکنه کړي وه.

ښاغلی درانی  وړاندې وايي:«نیش، غورک، ښورابک او معروف هغه ولسوالۍ دۍ چې موږ خپل مامورین د هغه ځایه را ایستلي دي، ځکه په ځینو ولسوالیو کې د امنیت ګواښ دی او په ځینو ولسوالیو کې بیا عام خلګ نشته چې نوم لیکنه وکړي.»

بل خوا  د کندهار د ولایتي شورا پر مرکزي حکومت پړه اړوي او د دوی په خبره دا دویم ځل دی چې په دغه ولایت کي د نوم لیکنې مواد خلاصیږي او په دغه ولایت کې د ټاکنو د نوم لیکنې بهیر له خنډ سره مخ کیږي.

د ولایتي شورا غړی، عطاالله عطا په دې اړه وايي:«اول خو خلګو ته تذکري نه دي ورکول شوي، او تا لیدلي وي چې درې نیم میلیونو کسانو ته دوه لکه تذکرې ورکول کیږي. دا په ښکاره ډول زموږ د حوزې سره د مور او میرې دی، داسې خو شوي دي چې د یوې ولسوالۍ اوسیدونکي بلې ولسوالۍ ته تللي دي تر څو نوم لکینه وکړي.»

کندهار تر پلازمېنې کابل را وروسته ډېرو کسانو په ټاکنو کي د ګډون په موخه نوم لیکنه کړي د سیمه‎ييز دفتر د شمېرو له مخې نېږدې څلور لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده چې له ډلې یې ۷۰ زره ښځي دي.

په کندهار ښار او ولسواليو کې تر دې مهاله نیږدې څلور سوه زره کسانو نوملیکنه کړې ده چې ۷۰ زره يې ښځي دي

شریک یي کړئ