Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حذف شویو نوماندانو په نوملړ کې خیالي نوم او پر کمېسیون نیوکې

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۳۵ حذف شویو نوماندانو په نوملړ کې د داسې یو کس نوم ایستل شوی چې نوم یې د نوماندانو په لومړي نوملړ کې هم نه و راغلی.

له نوملړه د ایستل شویو ۳۵ نوماندانو په دغه وروستي نوملړ کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، له پکتیا ولایته د نوید ابراهیم خېل نوم هم شامل کړی چې د پکتیا ولایت د نوماندانو په لومړي نوملړ کې یې نوم نه و.

د پکتیا د ټاکنو دفتر ځینې سرچینې وايي په دغه نوم کوم چا په نوموړي ولایت کې ځان نه دی نوماند کړی.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي دغه کس نوید احمدابراهیم خېل نومېږي او له کابل ولایت څخه نوماند وه خو په دې اړه د کمرې په وړاندې څه نه وايي.

له دې سره سره په داسې وضعیت کې چې ۳۶ ورځې د ولسي جرګې ټاکنو ته پاتې دي پر ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه ناامني، سیاسي ننګونې او د ټاکنو په کمېسیون کې د لازم ظرفیت نشتوالی داسې ننګونې ګڼي چې د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو یې سیوری غوړولی دی.

د افغانستان د رڼو تاکنو بنسټ اجرايي رییس نعیم ایوب زاده په دې اړه وویل:« لازم تخنیکي چمتووالی نیول شوی نه دی، سیاسي هوکړه شتون نه لري او امنیتي ځواکونو امنه او ناامنه سیمه تشخیص کړې نه ده.»

دا په داسې حال کې دي چې یو شمېر سیاسي بهیرونه هم ګواښ کوي چې له درغلیو ډکو ټاکنو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطا محمد نور په دې اړه څرګنده کړه:«موږ مصمم وو که‎چېرې رڼې ټاکنې ترسره نه‎شي، په وړاندې یې درېږو، موږ به پرې نه ږدو چې زموږ وروڼه زحمت وکاږي او رایه ورکړي او پایله بل څه وي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمېر ننګونې مني خو د رڼو انتخاباتو لپاره د هڅو خبره کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وايي:«دې ته په پاملرنې سره چې یو ډېر ستر بهیر دي، یو ملي بهیر دی، دا یو ډېر پراخ عملیات دی. طبعاً په افغانستان کې د داسې شرایطو په لرلو سره به ننګونو او ستونزو سره مخامخ شو.»

څه موده مخکې د افغانستان د لوی ایتلاف په نوم سیاسي بهیر د سلګونه جعلي تذکرو په ښودلو سره د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل د دغه راز تذکرو په کارولو سره به په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلۍ احتمال زیات شي.

بل پلو ته د جمعیت اسلامي اجراییه رییس عطا محمد نور خبرداری ورکوي له درغلیو ډکې ټاکنې د منلو نه دي.

شریک یي کړئ