Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۷ مېلیونه رایه ورکوونکو لپاره ۱۸ مېلیون سټېګر چاپ شوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي له ۵ نه تر ۷ مېلیونو رایه ورکوونکو ثبتېدل د هغوی موخه بلل کېږي خو دغه بنسټ د اتلس مېلیونه کسانو لپاره د ثبت سټیکر چاپ کړي.

د شمېرو پر بنسټ د ټول هېواد په کچه د ټاکنو لپاره تراوسه څلور مېلیونه او ۶۰۰زره کسانو نوم لیکنه کړې، چې له دې ډلې يې ۳۲ سلنه يي مېرمنې دي.

خو دغه کمېسیون د دغه شمېر رایه ورکونکو لپاره ۱۸ مېلیونه سټېکرونه چاپ کړي دي.

 د ټاکنو کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«هغه کتابونه چې چاپ شوي دي ۳۰ زره جلده کتابونه شوي چې په هر کتاب کې ۶۰۰ تنه نوم‎لیکنه کړې.»

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه کار د څارونکو بنسټونو له پوښتنو سره مخ شوی. دغه بنسټونه وایي دغه کار د درغلیو لپاره زمینه جوړوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید څرګنده کړه:«دا کولای شي چې ترې ناوړه ګټه واخیستل شي د تېر په څېر، لکه چې موږ د ولایتونو هر مرکز او محل ته سپينې پاڼې استولې چې له هغه څخه د سپین چک په توګه استفاده کېده، کولای شي چې دا خاصیت ځان ته پیدا کړي او ټاکنې فساد ته وکاږي.»

بلخوا د ټاکنو کمېسیون څه موده مخکې د دارالانشا څوکۍ لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته دری نوماندان معرفي کړي وو خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي باید د دغې څوکۍ لپاره د ډیرو کسانو نومه ور ولېږل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل:«له محترم کمېسیون څخه غوښتل شوي ترڅو د درې تنو واجد شرایطو ترڅنګ په دغه نوملړ کې ډېر کسان اضافه شي ترڅو موږ وکړای شو د دغه پست اهمیت ته په کتو سره یو وړ کس انتخاب کړو.»

پر ټاکنو څاروونکي بنسټونه د ارګ لخوا  د زیاتو کسانو د نومو غوښتنه ناقانونه بولي.

 د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ ویانده صغرا سعادت څرګنده وي:«د ټاکنو کمېسیون په ځانګړې توګه د دغه بنسټ په عملیاتي برخه کې د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو په لټه کې دي.»

د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتي بانک په کار نه پيلېدل لاهم پر دغه بنسټ له نیوکو څخه دي چې د څارونکو په اند د دې اطلاعاتي بانک نه جوړیدل به د نوم لیکنې شمېرکره نه وي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دې برخې کار کوونکي ګومارل شوي دي او تر راتلونکې اوونۍ پورې په مالوماتي بانک کې د نوم لیکونکو ثبتول پيل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځو تر اوو مېلیونو د رایه ورکوونکو هدف تعین کړی دی. خو دغه بنسټ ۱۸ مېلیونه سټېکرونه چاپ کړي دي.

شریک یي کړئ