Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روحاني: له نوملړه د نوماندانو د نومونو ایستل وروستي نه دي

د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه د ۲۵ تنو د نومونو د حذف په اړه له ناقانونه وسله‎والو سره د نوماندانو د اړیکو د څېړلو  ځانګړي کمېسیون له پرېکړې یوه ورځ وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې دا پرېکړه ورورستۍ نه ده.

تېره ورځ دغه کمېسیون ویل هغه کسان چې نومونه یې د ځانګړي کمېسیون له خوا د نوماندانو له نوملړ څخه حذف شوي، کولای شي چې د شنبې تر پایه «د زمري تر ۱۳ مه» د استیناف غوښتنه وکړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به له دغه استیناف غوښتنې وروسته، وروستۍ پرېکړه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او منشي علي رضا روحاني په دې اړه وویل:«هغه پرېکړې او موضوعګانې وروستۍ نه دي او نن او سبا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته راځئ او موږ پرېکړه نیسو او هغه پرېکړه چې موږ ونیوله وروستۍ ده.»

د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو د څېړنې او ارزونې ځانګړي کمېسیون د کابو ۲۰۰ شکایتونو په څېړلو سره خپل کار پیل کړ.

په هغه وخت کې امنیتي ادارو هم د نوماندانو یو نوملړ دې کمېسیون ته وسپاره ترڅو یې په هکله پرېکړه وشي، خو وروسته بیا کمېسیون د ارزونې د بڼې په بدلولو د امنیتي ادارو نوملړ رد کړ او یوازې یې د هغو نوماندانو ارزونه پيل کړه چې په وړاندې یې شکایت موجود وو، چې په دې لړ کې ۱۳۷ شکایتونه وڅېړل شول.

خو په پای کې یې یوازې د ۲۵ تنو نومونه د نوماندانو له نوملړه وایستل او اتو نورو ته یې ګواښ وکړ.

له بلخوا یو شمېر هېوادوال د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په مخکې راټول شوي او نیوکه کوي چې د همایون همایون او معصومې خاوري په اړه یې شکایت ثبت کړی وه خو نومونه یې د نوماندانو له نوملړه نه دي ایستل شوي.

یوه له دغو معترضانو راضیه منګل په دې اړه وايي:«ښاغلي همایون ته یې ګواښ کړی ایا هغه کس چې جایداد غصب کړی ګواښ لازم دی او یا دا چې اړتیا ده جایداد تسلیم کړي.»

د سمنګانو اوسېدونکی کمال الدین او یو له اعتراض کوونکو څخه څرګندوي:«ولې په افغانستان کې عدالت نه ټینګېږي، ولې قاتل وکیلان تل ځانونه نوماندوي خاوري باید لیرې شي.»

د هغو رپوټونو له مخې چې بهر ته راوتلي فوزیه کوفي، الله ګل مجاهد او شیرعلي احمدزی په هغو ۲۵ نوماندانو کې دي چې نومونه یې له نوملړه ایستل شوي خو دا درې تنه دا پرېکړه نه مني.

ولسي جرګې ته نومانده فوزیه کوفي وايي:«هغوی تور پورې کړی چې په افغانستان کې یو ماشوم هم پوهېږي چې مېرمن کوفي څه ډول شخصیت لري. دویمه دا چې د خلکو ترڅنګ مې زما درېدل دي چې غواړي ما ته سیاسي زیان رورسوي، هېر کړي یې دي چې دا زیان نه بلکې زما لپاره عزت دی.»

ولسي جرګې ته نوماند  الله گل مجاهد څرګنده کړه:«د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلواک نه دی، هغه څه چې دولت ورته لارښونه وکړي هغوی همدا کار کوي دا عادلانه نه ده او دوی ناعادلانه قضاوت کوي.»

اخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به تر راتلونکو څو ورځو د دغو نوماندانو په اړه پرېکړه وکړي او خپله پرېکړه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري وروستی نوملړ به د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا اعلان شي.

شریک یي کړئ