سمنګانو کې د ټاکنو خپلواک کمیسون سیمهييز دفتر رئیس، نجیبالله شفايي وايي چې په دې ولایت کې ۲۵ د رایو ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونه تړلي دي.
په کلیو کې د رایو ورکړې لپاره د نوم لیکنې مرکزونه د غبرګولي په ۱۹مه پرانیستل شول چې ټاکل شوې د چنګاښ میاشتې تر پنځمې دوام وکړي.
ښاغلی شفايي وايي:«د نوم لیکنې درېیم پړاو کې په کلیو کې ۲۷ مرکزونه پرانیستل شي، خو د نا امنیو له کبله تر اوسه ۲۵ مرکزونه تړلي پاتي دي. او ګام په ګام به دا مرکزونه هم پرانیستل شي.»
د سیمهييز دفتر رئیس وايي چې د نوم لیکنې دوهم پړاو کې هم د ۶۳ مرکزونو له ډلې ۲۶ یې تړلي وو.
دی وړاندې وايي:«د درېیم پړاو مرکزونه په داسې سیمو کې دي چې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، او امنیتي ځواکونه امنیت تامنیوي او دا مرکزونه به پرانیستل شي او کومه ستونزه به نه وي.»
په همدې حال کې سمنګانو ولایت یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې که دا مرکزونه خلاص نشي، نو ډېر شمېر کسان به د رایې ورکړې بې برخې شي.
د سمنګانو ولایت د درهصوف ولسوالۍ اوسېدونکی، احمد علي وايي:«خلک په ډېرې لېوالتیا ګډون کوي او له بده مرغه ګې کمېسیون کمښت لري او دې ولسوالۍ ته یې کارکوونکي نه دي راغلي.»
د یاد ولایت رویدوآب ولسوالۍ د آبخورک کلي اوسېدونکی، محمدالله زیاتوي:«د کلاچې قراء، تلهمزار، شیخخاني، سرآسیاب، ملک خېل چې د کلاچې اړوند دي، نه کومه سرشمېرنه راغلې او نه هم د کمېسیون کارکوونکي.»
په همدې حل کې د سمنګانو ولایت امنیه قومندان، جنرال محمدجان دریاب په دې ولایت کې د رایو ورکړې لپاره د نوم لیکنې مرکزونو له امنیت تامین خبر ورکوي.
دی زیاتوي:«موږ هڅه کوو چې څلور مرکزونه پرانیستل شي.»
سره له دې په سمنګانو ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمهييز دفتر رئيس د مالوماتو له مخې ۷۳ زره او ۶۷۷ کسانو نومونه لیکلي دي چې ۳۴ زره او ۶۰۵ تنه یې مېرمنې دي.
همداراز د ۸ ښځو په ګډون ۴۱ کسانو ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي او د ۱۰ ښځو په ګډون ۱۱۲ تنو هم د ولسوالیو شوراګانو ته.