Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي ګوندونه حکومت په ټاکنو کې د درغلیو پر پلانولو تورنوي

سیاسي ګوندونه او بهیرونه حکومت په ټاکنو کې د پراخو درغلیو په پلانولو او د یوه حکومتي پارلمان پر جوړولو تورنوي.

د دغو سیاسي ګوندونو او بهیرونو ځينې غړي وايي په ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه له دې امله بندوي، چې حکومت په انتخاباتو کې د رایو ورکوونکو د بایومټریک کېدو په اړه ډاډ ورکړي.

خو حکومت، د سیاسي ګوندونو او بهیرونو له لوري د ټاکنو کمېسیون د دروازو تړل، د عمومي سولې او په څرګنده د هېوادوالو د حقونو تر پښو لاندې کول او همدارنګه د ولسواکۍ په وړاندې یو بې‎ځایه زیاتی بولي.

له دې سره جوخت د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ کوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د دفترونو د دروازو تړل په خپل وخت د ټاکنو ترسراوی له ځنډ سره مخ کوي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو ته شاوخوا یوه میاشتې پاتې خو د سیاسي ګوندونو او حکومت ترمنځ دا مهال لانجې ډېرې شوي دي.

د ستر ملي ایتلاف اجرايي رییس احمد ضیا مسعود په دې اړه وویل:«اوس حکومت غواړي چې په ټاکنو کې درغلي وکړي، ترڅو ولسي جرګې ته خپل استازي واستوي، نه د خلکو استازي، ترڅو یو داسې پارلمان رامنځته شي چې د حکومت په خدمت کې وي او له دې لارې وکړای شي چې د خپلو غوښتونو په مطابق حکومونه رامنځته کړي.»

د جبهې نوین ملي افغانستان مشر انوارالحق احدي هم وايي:«بایومټریک یوه ښه بڼه او د منلو وړ ده، دا طرحه ستونزمنه نه ده ځینو شرکتونو موږ ته ویلي چې بایومټریک حتا د ټاکنو په ورځ هم کېدای شي، خو حکومت په دې اړه پلمه کوي.»

که څه هم حکومت د رڼو ټاکنو د ترسراوي په اړه ډاډ ورکوي خو د سیاسي ګوندونو له لوري د ټاکنو د سیمه‎ییزو دفترونو تړل د عمومي ګټو ضد حرکت او په څرګنده د هېوادوالو د حقونو تر پښو لاندې کول بولي.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش څرګنده کړه:« د ټاکنو دفترونو تړل چې د هرې ډلې له خوا وي، د عمومي ګټو پر خلاف یو خوځښت او په څرګنده د هېوادوالو د بنسټیزو حقونو او اساسي قانون تر پښو لاندې کول او همدارنګه د ولسواکۍ په وړاندې یو بې ځایه زیاتی دی.»

په همدې حال کې ملګري ملتونه له سیاسي حرکتونو او اړوندو ادارو غواړي ترڅو مسوولانه عمل وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو په ډاګه کړه:« دغه اقدامات د ټاکنو کمېسیون د کار مخه نیسي او په ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کول له خطر سره مخ کوي. سیاسي ننګونې باید له قانوني لارو چارو ترسره شي نه د دفترونو د تړلو له لارې.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی هم په راتلونکو ټاکنو کې له ممکنه درغلیو اندېښمن دی.

ښاغلي یاماماتو زیاته کړه:« موږ په ټاکنو کې د واقعي درغلیو له ترسره کېدو او دغه راز د ممکنه درغلیو د ادعاوو په هکله چې له هغې تکتیکي موخه د ټاکنو بې اعتباره کول دي خبر یوو او اړوندې ادارې باید له دواړو مواردو سره مبارزه  وکړي. زه له ټولو سیاسي حرکتونو او بنسټونو غواړم ترڅو خپلې دندې سرته ورسوي او مسوولانه کړنه وکړي.»

یاده دې وي، د سیاسي ګوندونو او جریانونو ملاتړي د بېلګې په توګه د ملي ټلوالې ملاتړو په وروستیو ورځو کې په بلخ او ننګرهار کې د ټاکنو سیمه‎ییزو دفترونو پر وړاندې خیمې درولي او له حکومته غواړي ترڅو د رایو ورکولو بهیر بایومیټریک کړي او دغه راز دې په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي.

سیاسي ګوندونو او بهیرونو ځينې غړي وايي په ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه له دې امله بندوي، چې حکومت په انتخاباتو کې د رایو ورکوونکو د بایومټریک کېدو په اړه ډاډ ورکړي.

شریک یي کړئ