Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي ګوندونه کمېسیون ته د بایومټریک مسوولیت پر سپارلو ټینګار کوي

د احصایې او مالوماتو ملي اداره او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دواړه بنسټونه ټینګار کوي چې د رایو ورکوونکو د بایومټریک کېدو او همدارنګه رایو راټولولو مسوولیت په غاړه لري.

خو تراوسه لا څرګنده نه ده چې د ټاکنو په ورځ به کوم بنسټ دا مسوولیت په غاړه ولري.

د احصایې او مالوماتو د ملي ادارې مسلکي مرستیال حسیب موحد وايي:«د ولسمشر د حکم پر بنسټ د احصایې ملي اداره مکلفه ده چې مالومات را ټول کړي او د بایومټریک مالومات اخلي او په ډېټابیس کې یې ثبتوي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ټینګار کوي د ولسمشر د یوه حکم له مخې د رایو ورکوونکو بایومټریک کول د دې ادارې کار دی خو دا نه تاییدوي چې ولسمشر دې په روښانه توګه د رایو ورکوونکو د رایو د راټولولو او بایومټریک مسوولیت دوی ته سپارلی وې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند او منشي حفیظ هاشمي وویل:«د ټاکنو په ورځ به کمېسیون رایې ورکوونکي بایومټریک کړي، او شمېرې به راټولې کړي او یو ارقام به وي او یو بایومټریک هم.»

سیاسي ګوندونه هم د دغه مسوولیت د روښانه کولو غوښتونکي دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د رایو ورکوونکو د بایومټریک مسوولیت پر سپارلو ټینګار کوي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو د کمېټې رییس محمد ناطقی څرګنده کړه:«د ټاکنو کمېسیون او احصایې ادارې ترمنځ د نظر اختلاف شته چې دا ستونزه دې حکومت حل کړي او مسوولیت دې  د انتخاباتو کمېسیون ته ورکړي او کمېسیون هم له ټنبلۍ نه دې ووځي.»

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سې‎شنبې او چهارشنبې په ورځو دغه کمېسیون ته د رایو ورکوونکو د بایومټریک د وسایلو او تجهیزاتو د ورسېدو خبره کوي خو تراوسه دا وسایل دغه بنسټ ته نه دي رسېدلي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د حساسو ټاکنیزو توکو د لېږلو په حال کې دی. ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ نېټه د رایو په ۲۱ زره مرکزونو کې ترسره او د رایو ورکوونکو بایومټریک دستګاوې هم په ټولو مرکزونو کې وکارول شي.

سیاسي ګوندونه د بایومټریک کېدو د مسوولیت روښانه کول غواړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د رایو ورکوونکو د بایومټریک مسوولیت پر سپارلو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ