Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي ګوندونو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د دوه اوونیو وخت وټاکه

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د رایو ورکوونکو د بایومټریک په اړه د حکومت، کمېسیون او ګوندونو د استازو د غونډو د بې پایلو پاکېدو څخه وروسته، نن (جمعه د زمري په ۱۹ مه)دغو ګوندونو کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، خپل راتلونکی دریځ اعلان کړ.

د دغو سیاسي ګوندونو او بهیرونو استازي حکومت ته د دوو اوونیو وخت ټاکلی ترڅو د هغوی غوښتونو ته ځواب ورکړي.

د حراست او ثبات شوار، د جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوندونو او د افغانستان د خلکو د سیاسي محور بهیر استازو د کابل په نننۍ غونډّ کې حضور درلود.

دوی ګواښ کوي که حکومت د هغوی غوښتنې ونه مني د حکومتي او ټاکنیزو کمېسیونونو مشرانو په اړه به تازه پرېکړه وکړي. دوی حکومت تورنوي چې غواړي ټاکنې مهندسي کړي.

د حراست او ثبات شورا استازی مسعود ترشتوال په دې اړه وویل:«د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له لاس وهنې او ابهام څخه ډک وه او د پلان شوې درغلۍ لپاره زمینه برابره شوې ده چې دا ټول مسایل د دې ښودنه کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران د خلکو ارادې او د عادلانه، رڼو او ازادو ټاکنو ترسراوي ته سیاسي اراده نه لري.»

د اسلامي جنبش ویاند بشیر احمد ته‎ینج په دې اړه څرګنده کړه:«له نړیوالې ټولنې هیله کوو چې د خلکو له غوښتنو چې د رڼو، عادلانه، پراخو او له درغلیو لیرې ټاکنو له ترسراوي ملاتړ وکړي ترڅو د هر ډول مهندسي شویو درغلیو مخنیوی وشي.»

په دې غونډه کې د حزب اسلامي استازي نه لیدل کېږي خو د نورو ګوندونو او سیاسي بهیرونو استازي وايي دوی به د سولې په تړاو هم د ملي مصالحې تر نامه لاندې یو پلاوی جوړ کړي.

د ژغورنې ایتلاف غړی او د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر په دې اړه وايي:«موږ دا یوه ستر خلا کار بولو چې تراوسه یوه ملي او د خلکو له منځه یوه را پورته شوي حرکت عادلانه سولې ته لاسرسۍ پیدا کړی نه دی.»

یو شمېر سرچینې وايي که حکومت د سیاسي ګوندونو او بهیرونو غوښتنو ته پام ونه‎کړي دوی به د لنډمهاله حکومت د طرحې ترڅنګ په تاکنو کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو له نوماند ېدو هم مخنیوی وکړي.

حکومت په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه ردوي او زیاتوي ټولو پوځي او ملکي کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه ونه‎کړي. حکومت وايي د سولې په تړاو هم له ټولو سیاسي جریانونو سره مشورې کېږي.

شریک یي کړئ