Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شونې ده چې یونس قانوني په ټاکنو کې له حنیف اتمر نه ملاتړ وکړي

د جمعیت اسلامي ګوند غړی محمد یونس قانوني ویلي چې د دغه ګوند له ځينو غړو سره تصمیم لري ترڅو په ولسمشریزو ټاکنو کې له حنیف اتمر څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي یونس قانون په یوه غږیز پيغام کې چې طلوع نیوز ته رسېدلی، وايي چې ولسمشر غني له ریاستي نیمه ریاستي ته د نظام جوړښت له بدلون سره مخالف دی، خو حنیف اتمر له دغې طرحې سره سل په سلو کې موافق دی.

ښاغلي قانوني په دغه غږیز پیغام کې د جمعیت اسلامي ګوند پر دوه ډلو کېدو هم غږېږي او وايي چې په دغې پرېکړه کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‎الدین رباني په پرېکړه کې له هغه سره نشته.

له دې مخکې هم داسې رپوټونه چې ګواکې یونس قانوني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د حنیف اتمر د لومړي مرستیال په توګه معرفي شي.

ښاغلي اتمر ته نږدې سرچینې وايي چې د ټاکنیز ټکټ د برابرولو لپاره له جمعیت اسلامي ګوند سره په لوړه کچه خبرې اترې شوې دي او دا خبرې اترې دوام لري. 

آقای قانونی می‌گوید در این تصمیم صلاح الدین ربانی، رهبر جمعیت اسلامی و سرپرست وزارت امور خارجه، با وی نیست.

شریک یي کړئ