Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صیاد: سیاسي ګوندونه د ټاکنو ځنډولو په هڅه کې دي

په یو شمېر ولایتونو کې د افغانستان لوی ائتلاف لخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو تر تړلو یوه ورځ وروسته د دې کمېسیون رئیس د دې ائتلاف څخه غواړي چې د دې بنسټ د کار مخه دې نه نیسي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد یک‎شنبې( د وږي۲۵مه) کابل کې د خبرې ناستې پر مهال له ملي ائتلاف څخه وغوښتل تر څو خپلې مشروع غوښتنې له دوی سره شریکې کړي.

ده وړاندې وویل:‎«د دفترونو تړلو فرهنګ باید پایته ورسیږي او هغه کسان چې مرکز او ولایتونو کې دفترونه تړي د ټاکنو د ځنډولو مسوؤل دي او دوی نه غواړي چې ټاکنې پر خپل ترسره شي.‎»

د ښاغلي صیاد په وینا، اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو د کمېسیون دروازو تړل د ټاکنو ځنډولو په مانا ده.

د شنبې پر ورځ د لویې ائتلاف یو شمېر پلوایانو په بلخ، هرات او کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازې وتړلې.

دوی وايي تر هغې چې حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي، نو د کمېسیون دروازې به تړلې پاتې وي.

د ټاکنیز نظام بدلون، د ټاکنو ترسره کېدل په داسې حال کې چې رایې ورکوونکي بایو مټریک شوي وي اود ټاکنو پر ورځ د رایو ورکړې له مرکزونو سیاسي ګوندونو ته د څار حق ورکول د دې ائتلاف غوښتنې دي.

د ښاغلي صیاد په وینا، اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو د کمېسیون دروازو تړل د ټاکنو ځنډولو په مانا ده

شریک یي کړئ