Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صیاد: څه باندې ۳ مېلیونه تنو ټاکنو ته نوم لیکنه کړې

د ټاکنو د نوم‎لیکنې بهیر له پلېدو راهیسې څه باندې درې مېلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي د نوم‎لیکنې په مرکزونو کې د خلکو ګډون زیات شوی او په ټول هېواد کې څه باندې درې مېلیونه تنو نوم‎لیکنه کړې ده.

د دغه بهیر لومړی پړاو د هېواد د ولایتونو په مرکزونو کې شاوخوا یوه میاشت وخت ونیو، خو دا بهیر د یوې بلې میاشتې لپاره هم وغځول شو.

د دغه بهیر دویم پړاو په ولسوالیو کې نوم‎لیکنه ده چې لاهم دوام لري او تمه کېږي د دغه بهیر درېیم پړاو په کلیو کې ډېر ژر پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دې اړه وویل:«اساسي توکي د لېږد په حال کېږي او رسېږي او انشاالله ډېر ژر د نوم‎لیکنې درېیم پړاو هم پیلېږي.»

دغه راز، په مرکزونو کې د خلکو شتون د قناعت وړ بلل کېږي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:«د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکونکو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي او موږ هغې موخې ته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ټاکلی رسېږو.»

خو ناامني لاهم د ټاکنو پر وړاندې لویه ننګونه بلل کېږي لکه څرنګه چې د ناامنیو له کبله د هېواد په ځینو سیمو کې لاهم د رایه ورکونې لپاره د نوم‎لیکنې بهیر پیل شوې نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي:«تراوسه د فراه ولایت ته توکي لېږدول شوي نه دي او پېژندپاڼې لېږدول شوي په دې ترتیب خلک نه شي کولای د اساسي قانون په سمون کې د خپل د رایې له حق څخه استفاده وکړي.»

خو هېوادوال او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه ټاکنو ته د نوم‎لیکنې د بهیر پر څرنګوالي اندېښمن دي او وايي چې د ټاکنو کمېسیون مالوماتي بانک نه‎لري او نه‎شي کولای د اصلي او خیالي نوم لیکونکو شمېر سره بیل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‎ویش له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د تلې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

اخوا د نوم‎لیکنې د درېیم پړاو د پلیدو په موخه کلیو ته ټاکنیز توکي لېږدول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې په مرکزونو کې د خلکو حضور پراخ شوی او دا بیهر کله څرنګه چې تمه کېده په مخ ځي.

شریک یي کړئ