Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم کارولو په اړه هوکړې ته ورسېدو

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته تر یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی، د ملي یووالي حکومت اجراييه رییس وايي په ټاکنو کې د رایو ورکوونکو د بایومټریک کېدو په اړه له سیاسي ګوندو سره هوکړې ته ورسېدو.

عبدالله عبدالله چې نن (جمعه د وږي په ۳۰ مه) د پخواني ولسمشر برهان‎الدین رباني د ترور په اوم تلین کې وینا کوله، څرګنده کړه چې د رایو ورکوونکو له بایومټریک کېدو سره به، د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسراوي په اړه اوسني اختلافونه به له منځه ولاړ شي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه زیاته کړه:«د ټاکنو په ورځ د بایومټریک سیسټم کارولو په اړه چې د افغانستان خلکو یې په اړه اندېښنه لرله، او دې هېواد سیاسي ګوندونو هم خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې، دا اندېښنې به رفع شي.»

له دې سره جوخت، ځينې نور سیاستوال چې په دغو مراسمو کې یې وینا کوله، د رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني وویل:«د افغانستان د سیاسي نظام په جوړښت کې د واک د وېش مسلې حل به د کورني کړکېچ د زمینو ځينې مهمې برخې به حل کړي.»

اخوا د اجراییه رییس دویم مرستیال محقق وايي چې ځینو بهرنیانو د ټاکنو په اړه له هغه سره مشورې کړې دي.

د اجراییه رییس دویم مرسیتال محمد محقق په ډاګه کړه:«هغه (د بهرنیو هېوادونو یوه چارواکي) راته وویل هر ډول چې کېږي باید ټاکنې ترسره شي؛ که‎ ښې وي که خرابې. ځکه چې د ژنف کنفرانس په مخ کې لرئ چې بیا هلته نړۍ مرسته وکړي، اخر مې ورته وویل چې ښه ده، له دغو مېلیوني پېژندپاڼو سره به له درغلیو ډکې ټاکنې ترسره کړو او یو ځل بیا به نړۍ ته دوکه ورکړو.»

د ټاکنو په ورځ له بایومټریک سیسټمه کار اخیستلو په اړه خبرې کېږي چې له یوې مودې راهیسې، ځينې سیاسي ګوندونه د دغې طرحې د عملي کېدو غوښتونکي دي هغه طرحه چې د سیاستوالو په باور چې په ټاکنو کې له پراخو درغلیو مخنیوی وشي.

اجراییه رییس د ټاکنو کمېسیون او سیاسي ګوندونو اخلاف پایته رسېدلی بولي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایو مټریک سیسټم د کارونې خبر ورکوي.

شریک یي کړئ