Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې د رایې ورکوونکو نومونو ثبت نه دی پیل شوی

په هېواد کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل څخه د شلو ورځو په تېرېدو سره لا هم په غزني ولایت کې دا بهیر نه دی پیل شوی.

د غزني سیمه‎ییز چارواکي او اوسیدوونکي له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه غواړي په دغه ولایت کې د ټاکنو د ترسره کیدو زمینه برابره کړي.

د یاد ولایت د چارواکو په وینا د دغه ولایت څوارلس ولسوالۍ له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي او په غزني ښار کې هم پنځه لس ټاکنیز مرکزونه نه دي پرانستل شوي.

د غزني یو شمېر اوسیدوونکي د ټاکنو د سیمه‎ییز دفتر په تړلو سره په غزني کې حوزه‎وي ټاکنې غواړي.

د غزنی ولایت اوسېدونکی، عبدالله سادات څرګندوي:«که دا غوښتنه مو د ولسمشر لخوا ونه منل شي، د ټاکنو اجازه نه ورکوو او تحریم کوو یې او شاید چې خلک مضاهرې وکړي.»

بل اوسېدونکی، علي خان وايي:«د خلکو وروستۍ خبره دا ده چې موږ مه اړ کوئ چې بل بیرغ پورته کړو.»

د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکي د غزني د خلکو د دې ستونزې پر وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او حکومت چلند د پوښتنې وړ بولي.

د ولایتي شورا غړی، نصیر احمد فقیري څرګندوي:«په غزني کې یو شمېر خلک نیوکه لري چې باید د قانون له مخې ورته پام وشي»

ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازی، عبدالقیوم سجادي وايي:«موږ د قانون د تطبیق غوښتونکي یوو. د غزني د خلکو غوښتنه دا ده چې ستونزې د قانون پر اساس هوارې شي. که یې غوښتنې غیر قانوني وي حکومت دنده لري چې خلک قانع کړي. غزني کې مهمه مسله امنیت نشتوالی دی چې حکومت له نړیوالې ټولنې سره دنده لري تر څو د ټاکنو زمنیه برابره کړي.»

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي هغه پلاوی چې د ټاکنیز بهیر د څیړلو لپاره غزني ته تللی و د خپل کار پایلې یې ولمسشرۍ دفتر ته لیږلې او حکومت باید د دې ستونزې په اړه د غزني له خلکو سره خبرې وکړي. دا کمیسیون له کورنیو او بهرنیو امنیتي ادارو غواړي د غزني امنیت خوندي کړي.

د کمېسیون غړی، سید حفیظ الله هاشمي وايي:«د غزني مسلې په اړه نن هم موږ له امنیتي بنسټونو سره ناسته درلوده ټو له دې ناسته کې وو، ملي امنیت، کورنیو او دفاع وزارتونه او د ایساف قواو استازی. د کمېسیون غړو بحث وکړ چې باید یوه لاره پیدا شي تر څو خلک په  ټاکنو کې ګډون وکړي.»

د غزني د ولایتي شورا غړي او ددې ولایت اوسیدونکي وايي ناوه ولسوالي له څو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده، د دغه ولایت دیارلس ولسوالۍ له لوړ ګواښ سره مخامخ دي. په غزني کې د نوم لیکنې ۱۵ مرکزونه د ګواښونو له امله تړلي دي او د نوم لیکنې له ۴۴ مرکزونو چې پرانیستي و یو شمیر یې هم د نوم لیکنې د توکو د پاي ته رسیدو له امله تړل شوي دي.

سره له دې چې په ټول هېواد کې څه باندې څلورمیلیونه او ۷۸۸ زره تنو نومونه لیکلي، خو په غزني ولایت کې د نوم لیکنې پړاو نه دی پيل شوی

شریک یي کړئ