Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې پر حوزوي توګه د ټاکنو پر ترسراوي د استازوي نیوکې

په ملي شورا کې د غزني د خلکو استازي، په دې ولایت کې  د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو حوزوي کول غیرقانوني کار او توپیري چلند بولي.

د غزني استازي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه د منلو وړ نه بولي او ګواښ کوي چې پر خلاف به یې ټولې لارې چارې وکاروي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، غزني کې د حوزوي ټاکنو ترسراوی وروستۍ پرېکړه ده او له دې پرېکړې نه اوړي.

د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو طرحه لږ تر لږه یو کال د حکومت لخوا بې ځوابه پاتې وه او حکومت له یوه کال چوپتیا وروسته دا طرحه د قانوني وخت د تېرېدو له امله رد کړه او هر ولایت د پخوا په شان د یوې ټاکنیزې حوزې په توګه اعلان شو.

خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې یوازې په غزني ولایت کې به حوزوي ټاکنې ترسره کړي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي په دې اړه وویل:« په استثنايي توګه او له نورو ولایتونو سره په توپیري چلند د غزني ولایت د ټاکنیزو حوزو وېش د غزني د خلکو په حق کې په څرګنده تبعیض دی او د منلو وړ نه دی.»

له دې مخکې او د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له پیل سره په یو وخت د غزني یو شمېر اوسېدونکو د ټاکنو ولایتي دفتر بند کړ او د انتخاباتو د حوزوي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د دې کمېسیون د ولایتي دفتر په تړل کېدو سره د غزني اوسېدونکي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې له نوماند کېدو پاتې شول او همداراز په دې ولایت کې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر هم پلی نه شو.

له همدې امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون، غزني په استثنايي توګه په ټاکنیزو حوزو ویشلی او په نوموړي ولایت کې به د رایو ورکوونکو او نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د یوه نوی او جلا مهال وېش له مخې پيل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وویل:«اساسي او د ټاکنو قوانین وايي چې کمېسیون مکلفیت لري چې د افغانستان ټولو خلکو او د هېواد بېلابېل قومونه ته دې د ټاکنو زمینه برابره کړي، هغه پرېکړه چې موږ کړې د قانون په سمون کې ده.»

غزني یوولس استازي لري او په تېرو ټاکنو کې د دې ولایت په ډېری برخو کې د ناامنیو له امله د غزني ټول استازي له یوه قوم څخه د ولسي جرګې لپاره غوره شول. همدا د غزني ولایت د اوسېدونکو د مخالفت یو لامل دی چې د دې کمېسیون ولایتي دفتر یې بند کړ او د انتخاباتو د حوزوي کېدو غوښتونکي شول.

ښاغلي سجادي په دې اړه زیاته کړه:«د غزني خلک حق لري چې په ټولو ولسوالیو کې د استازولۍ څوکۍ کېږدي او رایه ترلاسه کړي او د حل لاره دا ده چې حکومت په ټولو ولسوالیو کې د رایو صندوقونو ته د هغوی حضور لپاره زمینه برابره کړي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تصمیم له مخې غزني په درېیو ټاکنیزو حوزو وېشل شوی او له هرې حوزې هغه کسان چې تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي ولسي جرګې ته به لاره پيدا کړي. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي حوزې به د وګړو د شمېر او مساحت له مخې ووېشل شي او د دې کار لپاره یوه کمېټه ګمارل شوې ده.

شریک یي کړئ