د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړ د لرې کړای شویو کسانو له ډلې شپږو یې په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دروازه وتړله او د کمېسیون مامورین یې پرېنښودل چې دفترونو ته لاړ شي.
اعتراض کوونکي وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه سیاسي ده او دوی ته د استیناف غوښتنې فرصت هم نه دی ورکړل شوی.
ملا تره خیل او شېرعلي احمدزی له هغو نوماندانو دی چې نومونه یې له نوملړ څخه ویستل شوي دي. شېرولي احمدزی د کمېسیون دا پرېکړه عادلانه نه بولي.
نوموړی زیاتوي:«دا پرېکړه نه منم. تر هغې چې حکومت زموږ غږ نه وی اورېدلي او دا ظالمانه پرېکړه وانخلي.»
زرداد فریادي او قیس حسن هغه نور اعتراض کونکي دي چې وايي دوي ته آن د استیناف غوښتنې حق نه دی ورکړل شوی.
ښاغلی فریادي وايي:«موږ د ټاکنو کمېسیون ته چلنج ورکوو چې لاره به وتړو.»
قیس حسن زیاتوي:«موږ ته یې د استیناف حق نه دی راکړی، موږ باندې کوم اعتراض نشته.»
ښایسته باز ناصري او اکبرستانکزی له نوملړه دوه ایستل شوي نوماندان دي چې ددغو څلورو نورو نوماندانو ترڅنګ یې د اعتراض خیمه درولې او ټاکنیزو کمیسیونونو ته خبرداری ورکوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون، رئیس، عبدالبدیع صیاد وايي:«په ولایتونو او مرکز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازې تړل له ملي بهیر سره لوبې دي، دا زموږ اندېښنه د دې بهیر ځنډولو په اړه زیاتوي.»
د دغو اعتراضونو په دوام یوه ځانمرګي بریدګر اعتراض کونکو ته څیرمه له ځان سره چاودیدونکي توکي وچاودول.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دوې ورځې مخکې د ۳۵ نوماندانو نومونه د نامسووله وسله والو د لرلو یا له دغه راز ډلو سره د تړاو په تور د نوماندانو له نوملړه ایستلي دي.