ټاکل شوې اوه بجې د رایو مرکزونه پرانیستل شي او ولسمشر به په نږدې ټاکنیز مرکز کې خپله رایه وکاروي.
د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکیو لپاره ۲۵۶۵تنو ځانونه نوماند کړي، چې نن به یې ټاکنې پیل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شپه خبري کنفرانس کې وویل، له غزني او کندهار پرته به په ۳۲ ولایتونو کې ټاکنې ترسره شي.
په کندهار کې د تېرې پنجشنبې (تلې ۲۶مه) خونړۍ پېښې وروسته، د ټاکنو د ځنډ خبر ورکړل شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي، ولسمشر غني به په اوه بجې په یوه ټاکنیز مرکز کې خبرې هم وکړي.
امنیتي چارواکو د ټاکنو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او پر ولس يې د پراخ ګډون غږ کړی دی.