Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هاشمي: کمېسیون په ۱۸ ولایتونو کې ۷۰ تنه بریالي اعلان کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اتلسو ولایتونو کې اویا تنه د ولسي جرګې ټاکنو د بریالیو په توګه اعلان کړي چې له دې ډلې ۲۱ تنه یې مېرمنې دي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې په څلوارلس نورو ولایتو کې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به تر راتلوونکې اوونۍ اعلان کړي او د کابل ولایت د ټاکنو پایلې به هم د راتلوونکې اوونۍ په پای کې اعلان کړي.

د دغه بنسټ یو غړی په ځينو لویو ولایتونو کې د ټاکنو د پایلې د اعلان ځنډ د شکایتونو ډېروالي له امله بولي.

دغه کمېسیون چې تراوسه یې د کابل په ګډون د ۱۵ ولایتونو د ټاکنو پایلې نه دي اعلان کړې وايي د دغو ولایتونو د رایو په پایلو کې ستونزې به د دې لامل شوې چې پایلې په ځنډ سره اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وايي:« په سترو ولایتونو کې چې د تلې په ۲۸ او ۲۹ ټاکنو کې ستونزې موجودې وې او دا چې په دغو ولایتونو کې ډېر شکایتونو شوي وو. د څار او بیا شمېرنې لپاره واستول شول. دا د دې لامل شول چې د رایو د شمېرلو فورمونه مرکز ته ناوخته ورسېږي. خو اوس له نېکه مرغه دغه فورمونه له کوچنیو او سترو ولایتونو کابل ته رسېدلي. راتلوونکې اوونۍ ډېری ولایتونو چې پاتې دي، یعنې ۱۴ ولایتونه د راتلوونکې اوونۍ تر پیله په خیر خلاصېږي او د راتلوونکې اوونۍ په پای کې کابل به هم خلاص شي.»

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د سترو ولایتونو د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د ځينو مشخصو نوماندانو په ګټه د ټاکنو مهندسي کول دي.

د فیفا عملیاتي مسوول نعیم اصغري څرګنده کړه:« په لویو او سترو ولایتونو کې له کابل او بلخ کې د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډ دلیل دا دی چې په دغو ولایتونو کې ډېر فساد شتون لري او مشخص کسان په لومړي او وروستي نوملړ کې ځای پر ځای کړي. له همدې امله دا بهیر اوږدوي هر څومره چې پروسه اوږده شي فساد او درغلۍ ته زمینه برابرېږي.»

له بلخوا د رایو پربیا شمېرلو یو شمېر څارونکي دا بهیر روڼ نه بولي.

د رایو پر بیا شمېرلو څارونکی خواجه عبدالستار صدیقي وویل:« بیا شمېرنه رڼه نه ده، یو ځل د یوې ناحیې شمېري او بل ځل د چهاراسیاب صندوقونه راوړي او بیا یې شمېري.»

د رایو د بیا شمېرلو څارونکی عبدالمجیب وايي:«هره ورځ یو صندوق بیا شمېرل کېږي. یولس نیمې بجې راځي ترڅو چې تلاشي کېږي دولس بجې کېږي، د ډوډۍ خوړو ته ځي، وروسته دوه یا دوه نیمې بجې راځي، یوازې یو صندوق بیاشمېرل کېږي او کله چې بل صندوق پرانیزي ماښام کېږي. که‎چېرې اته بجې راشي کار وکړي، د یوې اوونۍ کار دی.»

د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۲۵۶۵ تنو د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره سره سیالي وکړه چې ۳۳ څوکۍ یې د پلازمېنې دي.

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو په وینا د پایلو په اعلان کې ځنډ په پایلو کې د لازیاتو درغلیو لپاره زمینه برابروي.

شریک یي کړئ