Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات چارواکي؛ تر کابل وروسته به دلته د رایو شمېر ډېر وي

د هرات چارواکي وايي د ټاکنو په ورځ د خلکو پراخ ګډون ته په کتو ویلی شي، چې تر کابل وروسته به هرات کې د ګډونوالو شمېر ډېر وي. 

د دوی په وینا نه یوازې، نارینه بلکې د ګډونوالو مېرمنو شمېر هم د پام وړ دی. 

د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي: «په هرات د خلکو پراخ ګډون، خصوصاً زموږ د خویندو، هغوی په اوږدو کتارونو کې له سهاره د شپې تر ناوخته په ټاکنیزو مرکزونو کې منتظر پاتې شول او خپلې رایې يې واچولې، واقعاً یوه لویه ملي حماسه وه، چې زه د هرات له شریفو خلکو مننه کوم، چې پخپل ګډون يې د افغانستان دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.»

هرات کې د ټاکنو ساحوي دفتر هم وايي، د دوی د معلوماتو پر اساس په دې ولایت کې ۳۲۷زره تنو ګډون کړی و، چې ۴۰ سنله يې مېرمنې دي. 

د دې کمېسیون مشر احمد شاه قانوني وویل: «موږ ټول ۳۰۰ د رایې اچونې مرکزونه لرل، چې له ډلې ۲۸۵مرکزونه د ټاکنو په ورځ خلاص و او ۱۵ نور د امنیتي ستونزو له امله خلاص نه شول.»

خو د ګڼو نورو ولایتونو په څېر دلته هم ستونزې کمې نه وې، چې هم يې تخنیکي او هم يې امنیتي ګواښونه له ځان سره لرل. 

د هرات د ټاکنیزو شکایاتو ساحوي دفتر مشره فاطمه باقري وايي، تر اوسه ورته تر ۶۰۰ ډېر شکایتونو رسېدلي دي.

هغه زیاتوي:«موږ تر ۶۰۰ ډېر ۶۴۹ شکایتونه لرو، چې له مختلو لاملونو دي، له تخنیکي اړخه چې په دې بهیر کې له پيله موجود و، همدارنګه د ځينو زورواکو یا نوماندانو له مداخلې.»

په ورته وخت کې  د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال عابد وايي سره له دې چې جګړه هم شوې ده، خو بیا يې هم د ټاکنیزو مرکزونو امنیت ساتلی دی.

هغه زیاته کړه: «نن د هرات له ۱۹ ولسوالیو نه په ۱۷ ولسواالیو کې ټاکنې وې، دوه ولسوالۍ چې د غرونو شاته دي، هلته ممکن نه و. هلته د ټاکنو کارکوونکي هم نه و تللي او نوم لیکنه هم نه وه شوې، پر دې سربېره له مرکز پرته په ټولو ولسوالیو کې موږ جنګ هم درلود.»

په هرات کې له ادرسکن او رباط سنګي پرته په ټول ولایت کې ټاکنې پرون (شنبه، د تلې ۲۸مه) پای ته ورسېدې، یوازې په دوو یادو ولسوالیو کې نن ترسره شوې. 

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ۲۵۰ چوکیو لپاره ۲۵۶۵ کسانو ځانونه نوماند کړي، چې د ټاکنو کمیسیو د مسؤلینو په وینا نږدې نهه میلیونه کسانو ورته نوم لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ