Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې پر رڼو ټاکنو د اجرائیه رئیس ټینګار

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله هېواد کې پر رڼو او عادلانو ټاکنو د ټينګار ترڅنګ زیاتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون منفي او یا مثبت کار به د هېواد پر یوه راتلونکي نسل اغېزه ولري.

ښاغلي عبدالله چې نن(شنبې د چنګاښ۱۶مه) د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ونډې د څرنګوالي په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې د تیرو ټاکنو پایلې تراوسه هم په ټولنه کې احساسیږي او په راتلونکو ټاکنو کې باید د خلکو حق ورکړل شي.

د ښاغلي عبدالله په خبره، په هېواد کې جګړې له هغو ډلې سره دي چې په ټاکنو باور نلري او که ټاکنې په رڼې توګه ترسره نشي، نو دا ډلې به د خپلې پیاوړتیا لپاره د خلکو له بې باورۍ څخه استفاده وکړي.

اجرائيه رئیس همداراز وویل، په یوه هېواد کې که ښځې او نارینه مساوي حق ونه لري، نو داسې هېواد کې دوامداره او غزتمنه سولې ته رسېدل نه وي.

دی همدراز هغه خبرې چې د ولسوالیو شوراګانې هیڅ کوم رول نلري، ردوي او دا شوراګانې د ولسواکۍ د پیاوړتیا په برخه کې مهم بولي.

اخوا، عبدالبدیع صیاد بیا په دې باور دی چې، د هېواد د دوښمنانو ترڅنګ یو شمېر زورواکي کسان هم هڅه کوي چې د ټاکنو پروړاندې خنډ جوړ کړي، خو د نوموړي په خبره د هیچا رایه به ضایع نشي.

ښاغلی عبدالله همداراز ټینګار کوي چې ښځې او نارینه مساوي حقونه لري او باید چې په ټاکنو کې هم په مساوي توګه ونډه واخلي او د خپلې خوښې کس ته رایه ورکړي.

سره له دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنج‎شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې له اتو میلیونو ډېرو کسانو د رایو ورکړې لپاره خپل نومونه لیکلي دي.

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې په پارلماني او ولسوالیو شوراګانو کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي چې مخکې له دې یې د کمې ونډې په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

لا هم په هېواد کې نا امنی، د رایو ورکړې د مرکزونو لیري‎والی، په لیري سیمو کې د طالبانو شتون اندېښنې د ښځو پر وړاندې ستونزې ښودل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې مدني فعالانو، ښځو، حکومتي چارواکو او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر «نړیوالو خلاصو ورځو» تر نامه لاندې ناسته کې هېواد کې د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو ونډې او په ټاکنو کې د ګډون په اړه هم خبرې اترې کړې وې.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازيو تدامیچي یاماموتو ویلي وو:«د ښځو پیاوړتیا د افغانستان سیاسي پیاوړتیا لپاره اړینه ده. په ټاکنو کې د ښځو ونډه د رایو ورکوونکو او کاندیدانو په توګه مهمه ده.» 

بهرنیو او ملي بنسټونو اعلان کړی دی چې په تاکنو کې د ښځو ګډون اساسي حق دي او همداراز ولسواکۍ سره مرسته کوي

شریک یي کړئ