Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشریزې ټاکنې؛ د نوم لیکنې بهیر سبا ته پیلېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي ټاکل شوې ده چې سبا (شنبه) ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم‎لیکنې بهیر پیل شي.

په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسراوي کې د ځنډ په اړه ګمانونه شته، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې هغوی ۶۰ تر ۷۰ سلنه چمتو دي چې ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره ملیحه حسن وايي:«لږ او ډېر چمتووالی نیول شوی چې د مرغومې په لومړۍ چې د نوماندانو نوم‎لیکنه پيل شي.»

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د پایلو په اعلام کې ځنډ په کور دننه له غبرګونونو سره مخ شوی اوس دغه غبرګونونه د سیمې هېوادونو د مشرانو له لوري هم څرګندېږي. د روسیې ولسمشر د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو په تړاو داسې غبرګون ښيي. 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې اړه وویل:«»که لوېدیځ هېوادونه ادعا وکړي چې په افغانستان کې هر څه ښه دي نو زه فکر کوم دا له واقعیت څخه لیرې ده. فکر نه کوم چې کابل د دې هېواد یوه پر درېیمه برخه کنټرول کړي. د ټاکنو پایلې په څوو میاشتو کې شمېري، دا نورمال دي.؟ "

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو ځنډ د روڼوالي لپاره زیاتې هڅې بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیزابراهیمي په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ ۳۵ زره هېوادوالو د تلې په ۲۸ مه ټاکنو کې تکراري رایې ورکړې وې له هغې وروسته کله چې له عمومي سرور سره وصل شو وپېژندل شول.»

بل خوا پر ټاکنوڅارونکي بنسټونه وايي، که په ټاکنو کمېسیون کې اصلاحات رامنځته نشي او د حکومت مشران په دې اړه پام ونه کړي نو د دغې ادارې له دغو چارواکو سره به د ولسمشریزو ټاکنو له ترسراوي سره به هېواد د کړکېچ په  لور ولاړ شي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید وايي:«بنسټيزه ستونزه دا ده چې کمېسیون تراوسه نه دی وسېدلی چې په نورو پړاونو کار وکړي؛ نه د رایه ورکوونکو نوملړ چمتو دی او نه د بایومېټریک سیسټم.»

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی د ولسي جرګې په ټاکنو کې ډېر څه زده کړي او هڅه کوي ترڅو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دې جرګې د تېروتنو مخه ونیسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی د ولسي جرګې په ټاکنو کې ډېر څه زده کړي او هڅه کوي ترڅو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دې جرګې د تېروتنو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ