Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ولسي جرګه کې د سیکانو او هندوانو لپاره هم یوه څوکۍ ځانګړې شوې

په ولسي جرګه کې د سکیانو او هندوانو لپاره هم دا ځل یوه څوکۍ ځانګړې شوې چې تراوسه ورته د اوتار سینګ په نامه یو افغان سیک نوم لیکنه کړې ده.

افغان هندوان او سکهان خوښ دي چې دا ځل به د تعلیمي، ټولنیزو او ګڼو نورو ستونزو د هوارۍ لپاره ولسي جرګه کې یو استازی ولري.

۵۲ کالن اوتار سینګ، له اصله د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی، کابل کې مېشت دې سیک څو لسیزې وړاندې لس کاله د پوځ په لیکو کې د جګړنۍ تر رتبې دنده هم ترسره کړې ده.

د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته د نوماند اوتار سینګ په دې اړه وویل:«ما نوم لیکنه کړې او ځان مې ټاکنو ته نوماند کړی. زه د یوه افغان په حیث د اسلام د بیرغ لاندې ژوند کوم. زما لپاره فرق نه کوي چې دا تاجک دی، دا افغان، دا هزاره دی، دا هندو دی.»          

اوتار سینګ چې په هېواد کې د سیکانو او اهل هنودو مشري هم پر غاړه لري وايي، چې په ټولو ولایتونو کې یې شمېر تر ۲۰۰ کورنیو رسېږي.

تر اوسه څه کم شپږ سوه هندوانو او سیکانو پر پېژند پاڼو ټاکنیز سټیکرونه لګولي او هوډ یې کړی چې راتلونکو ټاکنو کې به پراخه ونډه اخلي.

افغان اهل هنود رام نات کومار په دې اړه څرګنده کړه:«مخکې زموږ ستونزې زیاتې وې او هر چاته به مو چې مراجعه کوله زموږ ستونزې نه حل کېدې.»

ولسي جرګې ته د هندوانو او سیکانو د څوکۍ لپاره نوماندان مکلف دي چې ۲۰۰ پېژندپاڼې د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري او ټول هېواد ورته یوه حوزه ګڼل کېږي چې دا د نورو مذهبونو او قومونو نوماندانو په پرتله یو لوی توپیر ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې د ټولو څوکیو شمېر ۲۴۹ ته رسېږي چې له دې ډلې یوه څوکۍ د ولسمشر د حکم پر بنسټ اهل هنود او سیکانو ته ځانګړې شوې ده او همدارنګه ټول افغانستان د هغوی لپاره یوه ټاکنیزه حوزه ده.

Thumbnail

په ولسي جرګه کې د سکیانو او هندوانو لپاره هم دا ځل یوه څوکۍ ځانګړې شوې چې تراوسه ورته د اوتار سینګ په نامه یو افغان سیک نوم لیکنه کړې ده.

افغان هندوان او سکهان خوښ دي چې دا ځل به د تعلیمي، ټولنیزو او ګڼو نورو ستونزو د هوارۍ لپاره ولسي جرګه کې یو استازی ولري.

۵۲ کالن اوتار سینګ، له اصله د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی، کابل کې مېشت دې سیک څو لسیزې وړاندې لس کاله د پوځ په لیکو کې د جګړنۍ تر رتبې دنده هم ترسره کړې ده.

د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته د نوماند اوتار سینګ په دې اړه وویل:«ما نوم لیکنه کړې او ځان مې ټاکنو ته نوماند کړی. زه د یوه افغان په حیث د اسلام د بیرغ لاندې ژوند کوم. زما لپاره فرق نه کوي چې دا تاجک دی، دا افغان، دا هزاره دی، دا هندو دی.»          

اوتار سینګ چې په هېواد کې د سیکانو او اهل هنودو مشري هم پر غاړه لري وايي، چې په ټولو ولایتونو کې یې شمېر تر ۲۰۰ کورنیو رسېږي.

تر اوسه څه کم شپږ سوه هندوانو او سیکانو پر پېژند پاڼو ټاکنیز سټیکرونه لګولي او هوډ یې کړی چې راتلونکو ټاکنو کې به پراخه ونډه اخلي.

افغان اهل هنود رام نات کومار په دې اړه څرګنده کړه:«مخکې زموږ ستونزې زیاتې وې او هر چاته به مو چې مراجعه کوله زموږ ستونزې نه حل کېدې.»

ولسي جرګې ته د هندوانو او سیکانو د څوکۍ لپاره نوماندان مکلف دي چې ۲۰۰ پېژندپاڼې د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري او ټول هېواد ورته یوه حوزه ګڼل کېږي چې دا د نورو مذهبونو او قومونو نوماندانو په پرتله یو لوی توپیر ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه