Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولي په د تذکرو پر کاپي د سټیکرو لګول د اندیښنې وړ دي؟

وروسته له دې چې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړي، دا چې خلک کولی شي د تذکرې پر کاپي د سټیکر د لګولو سره د رایو ورکولو لپاره نوم لیکنه وکړي، د دې بهیر پر وړاندې نیوکې راپورته شوي دي.

ډېر شمېر وايي چې دا کار په ټاکنو کې درغلیو ته زمینه برابروي.

خو د تذکرو په کاپي سره دا شونې ده چې یو کس وتوانیږي د رایو ورکولو څو کارتونه واخلي؟

د طلوع‎نیوز خبریال، صمیم فرامرز یو تن هېوادوال سره ملتیا کړې ده چې د تذکرې پر کابي د رایو ورکولو نوم لیکنې دوو مرکزونو ته تلی او دوه کارتونه اخلي او په دې سره یې د دې بهیر زیان‎منل ثابت کړي دي

په دغه راپور کې لیدل کیږي چې له یوې تذکرې سره کیدای شي څو ځلې رایه ورکړل شي.

خبریال صمیم فرامرز او همکار یې وحید(مستعار نوم) کابل کې څو د نوم لیکنو مرکزونو ته تللي او څو ځله یې نومونه لیکلي دي.

له هغه وخته چې اعلان شوي د نوم لیکنې لپاره د تذکرو پر کاپي سټيکر ولګول شي، د رایو ورکولو نوم لیکنې مرکزونو کې دوه ګونی حالت روان دی.

فهیم به کابل کې د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې مرکز د تذکرو د تصدیق مسوؤل دی، هغه وايي:«د هغه سپارښتنې سره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون انو ولسمشر لخوا موږ ته راکړی شوی دی. ویل شوي چې په نا امنو سیمو کې هغه کسان چې ستونزه لري د تذکرو پر کاپي سټيکر ولګول شي.»

د رایو ورکونکو د نم لیکنې په یوه مرکز کې هم مالوماتي بانګ یا ډیټابیس نشته او نوم لیکنه یوازې د کاغذ پرمخ کیږي، د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې هم تراوسه ډیټابیس نه دی فعال شوی او همداراز داسې تګلاره نشته چې ددغه راز درغلیو مخه ونیول شي او یا هغه په ګوټه شي.

شریک یي کړئ