Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لغمان، کاپیسا، نیمروز، پنجشیر او زابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

له زابل څخه عبدالقادر قلاتوال، حمیدالله توخی او زهرا توخی بریالي شوي دي.

 له کاپیساڅخه میردادخان نجرابي، میر حیدر افضلي، جنرال محمد اقبال ساپی او خدیجه الهام بریالي شوي دي.

له لغمان څخه عبدللمنیر تره خیل، محمد رفیع مموزی، محمد عالم قرار او زیتون ساپۍ بریالي شوي دي. 

له پنجشیر څخه حاجی زلمی نوري او راحله سلیم او له نیمروز څخه فریده حمیدي او ګل احمد بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ (جمعه، د لېندۍ دویمه) هم دې کمیسیون د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

وړمه ورځو د بامیان، ارزګان، دایکندې، فراه او جوزجان ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې. 

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸) ترسره شوې، چې مخکې يې د لومړنیو پایلو په اړه ټينګار کېده چې د لړم په نولسمه به اعلان شي، خو وځنډېدې او د ټاکنو کمیسیون وویل تدریجي به د څو ورځو په اوږدو کې د څو ـ څو ولایتونو پایلې اعلانوي. 

شریک یي کړئ