Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمیسیون ځينې بې بایومټریکه رایې هم د باور وړ بولي

د ټاکنو کمیسیون ځينې هغه رايې هم د شمېرلو وړ بولي، چې رایه ورکوونکي يې بایومټریک شوي نه وي. 

د دې کمیسیون د مسؤلینو په وینا هغه رايې چې د ورکړې پر وخت يې د بایومټریک دستګاه کار نه کاوه، خو د نوم‌لړ مطابق استعمال شوې دي، د باور وړ دي. 

د ټاکنو کمیسون ویاند سید حفیظ الله هاشمي درې موارد یاد کړل، چې که مراعات شوي وي، نو رايې يې باید وشمېرل شي، کنه بیا به د باور وړ ونه وي. 

هغه په دې اړه وویل: «موږ ویلي و، څوک چې د رایه ورکولو لپاره مرکزونو ته ځي، باید نومونه يې له نوم‌لړ کې وي، دویم، چېرته چې يې نوم‌لیکنه کړې د همغه مرکز له کوډه همالته رایه ورکړي، درېیم دا چې کمیسیون د موجه دلایلو له مخې بایومټریک کړي نه وي. بې له دې که له دې کارونو یو هم اجرا شوی نه و، ټاکنو کمیسیون د هغه مرکز رايې نه حسابي.»

د ټاکنو په دواړو ورځو کې د بایومټریک ماشین سم کار نه کول او په ځینو ځایونو کې يې له استعماله پرته رایه ورکولو په اړه راپورونه خپاره شول. 

په ورته وخت کې د لوګر اوسېدونکي په دې ولایت کې د ټاکنیزو درغلیو خبر ورکوي او ځايي ټاکنیز کارکوونکي د مشخص نوماند په ګټه په کار کولو تورنوي. 

د عبدالحبیب مومند په نوم د لوګر یو تن اوسېدونکی وايي: «داسې محلونه و، چې د ټاکنو په ورځ فعال نه و، خو هلته هم صندوقونه ډک شوي دي.»

د حضرت ولي په نوم بل تن وايي بابد ډک شوي صندقونه وکتل شي چې رایه ورکوونکي يې بایومټریک شوي دي، کنه. 

هغه وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې له هغو محلونو چې صنقدونه ډک شوي، باید وڅېړل شي او وکتل شي چې ایا بایومټریک لري کنه.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي په ټول هېواد کې يې د ټاکنیزو سرغړونو په تور ۶۰ تنه نیولي دي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د کندهار له ټاکنو او ځينو نورو اسنادو وروسته ښايي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.
 
شریک یي کړئ