د ټاکنو کمېسیون مسؤلین وايي، د روانې میاشتې په پنځلسمه به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د دې کمیسیون د ویاند سید حفیظ الله هاشمي په وینا په تېرو دریو ورځو کې يې له ټولو ولسوالیو ولایتي دفترونو ته معلومات او ټاکنیز مواد را ټول کړي دي.
د هغه په وینا سبا (چهارشنبه، د لړم دویمه) به کابل کې هم د رايو شمېرنې بهیر پیل شي.
هاشمي وویل: «په محلونو او مرکزونو کې د رایو شمېرل پای ته رسېدلي، سبا به د رایو [عمومي] شمېرل پیل شي.»
د ټاکنو کمېسیون همدارنګه زیاتوي چې سبا به د اطلاعاتو د راټولو مرکز هم پرانیزي.
د دې کمېسیون ویاند زیاته کړه:«ټول ګوندونه او رسنۍ کولی شي سبا کمېسیون ته راشي، چې دا مرکز وویني، موږ سبا دا مرکز پرانیزو.»
په ورته وخت کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو پایلو ته اندېښمن دي.
د ټیفا اجراییه نعیم ایوبزاده وايي، که د ټاکنو پایلې هم همداسې مدیریت شي، لکه د ټاکنو ورځې چې وې، ښايي ښې پایلې ونه لرو.
هغه وویل: «که د رایو شمېرنې مدیریت هم د ټاکنو د ورځې په څېر وي، هغه څه چې غواړو يې په لاس به را نه شي.»
همدارنګه د فیفا څارونکی بنسټ هم ورته اندېښنه لري د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشيد وايي، ټاکنو کمېسیون دې د هغه څه چې نه يې شي کولی، وعده نه ورکوي.
هغه ویل: «د بایومټریک دستګاوو ستونزو وښودله چې کمیسیون په ټاکنیز بهیر کې کمزورۍ لرلې، چې باید د رایو شمېرلو په برخه کې دا ستونزې نه وي او خلکو ته دې هغه وعدې نه ورکوي چې پوره کولی يې نه شي.»
د ټاکنو کمېسیون وايي د ټاکنو وروستۍ پایلې به د لړم په ۱۵مه اعلان کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸)ترسره شوې، چې ۲۵۶۵ تنو د ولسي جرګې ۲۵۰ چوکیو ته ځانونه نوماند کړي وو.