Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمېسیون: شونې ده چې د کابل کابو نیمې رایې له سره وشمېرل شي

د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو نږدې دوه نیمې میاشتې تېرېږي. خو لا هم د ټولو ټاکنیزو حوزو د رایو پایلې اعلان شوې نه دي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د لا روڼتیا لپاره شونې ده چې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو کابو نیمايي رایې له سره وشمېرل شي.

د تاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال دبیح الله سادات په دې اړه وویل:«شاوخوا ۳۰۰ محلونه دي چې هغه باید ټول محلونه تفتش شي، په هغه باید د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کارکوونکي ناظر بنسټونه او د سیاسي ګوندونو استازي هم شتون ولري.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، که د دې بنسټ له معیارونو سره د بیا شمېرنې بهیر ښه او روڼ نه وي نو خپل څارونکي به د څارنې په موخه ور ولېږي.

د تاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشِ علي رضا روحاني وايي:«موږ د لازمو اسنادو او شواهدو د شتون په رڼا کې او د روڼتیا د ټینګښت د تضمین په رڼا کې د بیاشمېرنې په بهیر کې ګډون وکړو.»

خو د سیاسي ګوندونو او بهیرونو یو شمېر څارونکي سره راغونډ شوي او د تصویرونو په ښودلو سره د کابل رایو د بیا شمېرنې بهیر له درغلیو ډک بولي.

د حزب ناظر سیف الرحمان حبیبي:«له بده مرغه د ټاکنو کمېسیون پر هغو صندوقونو کې چې په کې هېڅ هم نه وو په دغو ګودامونو کې ورته د پایلو نوملړ جوړ شو او هم ورته قانوني بڼه ورکړل شوه او همدارنګه په ډېټابس کې یې هم ثبت کړه.»

د ولسي جرګې د ټاکنو مهال‎وېش پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د لړم په نولسمه لومړنۍ او د لیندۍ پر نهه ویشتمه وروستۍ پایلې اعلام کړې وای، خو کمېسیون د دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره د ولسي جرګې ټاکنو د ټولو پایلو په اعلام نه دی بریالی شوی.

تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې نه دی وسېدلی چې د ټولو ټاکنیزو حوزو د رایو پایلې اعلام کړي خو دغه بنسټ د کابل د ټاکنو د نیمايي رایو د بیا شمېرنې خبر ورکوي.

شریک یي کړئ