Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنیزو سیالیو لړ کې د نوماندانو په اړه کابو ۳۱۱ شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مالوماتو پر بنسټ د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې د نوماندانو په اړه ۳۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.

په کابل او ځينې نورو ولایتونو کې د ولسي جرګې یو شمېر نوماندانو د هغه ټاکنیز مهال‎وېش له مخې چې کمېسیون ورته وړاندې کړی و، له ښاره د خپلو تصویرونو د راټولو لړۍ پېل کړې ده.

خو د ښار په ځينو برخو کې د ټاکنو د یو شمېر نورو نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو عکسونه لا هم لیدل کېږي.

د فیفا بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«هغه تصویرنه چې دوی ځوړند کړي، ژر تر ژره دې غونډ کړي او کمېسیون د قانون پر بنسټ دا مکلفیت لري، چې همدا نن حکم صادر کړي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې دغه پوسټرونه د مرکزونو په سل مټریو کې واقع دي.»

په نورو ښارونو له هغې ډلې جلال اباد کې هم د ټاکنیزو سیالیو له پایته رسېدو وروسته بیاهم د نوماندانو عکسونه لیدل کېږي.

د ننګرهار اوسېدونکی ادریس اصغري وايي:«تر ټولو ښه کاندید هغه دی کوم پوسټرونه یې چې لګولي باید لیرې یې کړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د مالوماتو له مخې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په دغه کمېسیون کې د ولسي جرګې د نوماندانو په اړه شاوخوا ۳۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په ډاګه کړه:«د نورو نوماندانو د انځورونو څيرل، د تبلیغاتي کړنلارو نه رعایت، لکه په خصوصي ملکیتونو او هغو ځایونو کې چې منع دي خپل انځورونه نښلولي دي او ځینو کسانو ته یې خنډ رامنځته کړی دی.»

له دې ټولو سره سره هېوادوال وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماندانو کمپاینونه د رایې ورکولو لپاره  د خپلې خوښې نوماند په غوره کولو کې ورته ګټور وو.

هېوادوال محمد اسماعیل جهانګیر وايي:«افغان هېوادوال توانېدلي چې لږ تر لږه د ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې داسې کسان غوره کړي چې د تلې په ۲۸مه رایه ورکړي.»

همدارنګه بله هېوادواله خالده رشید هم زیاتوي:« لیدل کېدل چې ځينې هېوادوالو دا ټاکنیز کمپاینونه هغه معیار ټاکه څو خپل استازی وټاکي.»

خو له دې ټولو هڅو سربېره به د هېواد خلک چاته رایه ورکړي.

هېوادوال محمد عاطف فقیر زاده په دې اړه څرګنده کړه:« د کار کولو وړتیا ولري او د دې ترڅنګ داسې یو کس وي چې هغه لوستی هم وي.»

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې تر اوسه نږدې ۷۰ سلنه نوماندانو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د لګول شویو پیسو په تړاو له کمېسیون سره مالومات شریک کړي نه دي.

له شل ورځو ټاکنیزو کمپاینونو وروسته اوس د پنجشنبې د ورځې د ګهیځ په یوې بجې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د ولسي جرګې د ټاکنو د چوپتیا دورې نښې تر سترګو کېږي.

شریک یي کړئ