تېره شنبه (د لړم پنځمه) کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې او له دې سره ټاکنیز بهیر له غزني پرته پای ته ورسید.
د کورنیو چارو وزارت وایي د ولسي جرګې ټاکنو کې يې د سرغړونو په تور ۶۰ تنه نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د دې کسانو د هویت او سرغړونو د جزییاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته يې کړه چې دوی او سرغړونې يې تر امنیتي څېړنو لاندې دي.
هغه وايي: «هغه سرغړونې چې د ټاکنو په لومړۍ او دویمه ورځ وشوې، زموږ پولیسو په ټول هېواد کې شپېته تنه پېژڼدلي او نیولي دي، دا شمېره ښايي بدله شي، په کندهار کې له ټاکنو سره او هغه اسناد او شواهد چې موږ ته را رسېدلي دي.»
دانش وايي په دې کې شک نشته چې دوی به د یو مشخص کس یا نوماند په ګټه کار کاوه: «په دې شک نشته، چې دوی به مشخص کاندید یا مشخص کس ته کار کړی وي.»
د ولسی جرګې ټاکنې چې تر کندهار وړاندې له غزني پرته په ټول هېواد کې د تلې (۲۹-۲۸) ترسره شوې، په اړه يې ټاکنیزو څارونکو پنسټونو هم د سرغړونو او درغلیو اندېښنې ښکاره کړې دي.
د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په لومړۍ ورځ هم ومنله او تازه يې هم اعتراف کړی چې وظیفوي سرغړونې شوې دي.
د دې کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي په ټاکنیز بهیر کې د سرغړونو د څېړلو په موخه يې ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.
ابراهیمي وايي هر څوک چې په هره سطحه وي باید قانوني چلند ورسره وشي، هغه وايي: «هر څوک چې په هر سطحه وي، چې د دې ملي پروسې په تاواني کولو کې يې لاس درلود، موږ د دې ملاتړي یو چې قانوني وڅارل شي.»
پر ټاکنو د څار بنسټونه د سرغړونو د موجودیت تر څنګ د سرغړوونکو پر مجازات ټینګار کوي، هغوی زیاتوي دا سرغړونې ټاکنیز جرم دی چې باید په دقت وڅېړل شي.
د فیفا بنسټ مرستیال نعیم اصغري طلوعنیوز ته وویل: «درغلي یو ټاکنیز جرم دی، باید جدي قانوني وڅارل شي، البته د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا يې چارې وارزول شي.»
په کندهار کې تر ټاکنو وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرستیالې حمیرا حقمل له طلوعنیوز سره خبرو کې وویل، چې دوی ته اوه زره شکایتونه ور رسېدلي دي، چې په دقت به وڅېړل شي.
د ټاکنو اړوند د ټاکنیزو مامورینو د سرغړونو تر څنګ د بایومټریک دستګاوو سم کار نه کول، د ټاکنیزو مرکزونو ناوخته خلاصېدل، د زورواکو مداخله او د نوملړ ګډوډېدل هغه ستونزې وې، چې پرلپسې نیوکې پرې شوې دي.
ځینې سرچینې وايي دوی د سرغړونکو دوسيې لویې څارنوالۍ ته لېږلې، خو لویه څارنوالي طلوعنیوز ته په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.