Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنیز کمېسیونونه: ټاکنې باید د شخصي موخو له امله کړکېچنې نه شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلا جان عبدالبدیع صیاد هغو نوماندانو ته چې د انتخاباتو کمېسیون ولایتي دفترونو دروازې تړي ګواښ کوي  چې نومونه به یې له نوملړه ویستل شي او د هغو ولایتونو د ټاکنې چې هلته د کمېسیون د دفترونو دروازې وتړل شي د غزني ولایت د ټاکنو له برخلیک سره به مخ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس د ټاکنو په ورځ د رایو ورکوونکو د بایومټریک کېدو په اړه له هڅو خبره کوي.

ښاغلي صیاد د مدني ټولنې ادارو او سیاسي ګوندونو له استازو سره په شپږمه ملي ناسته کې د انتخاباتو د ترسراوي پرمهال د ناامنۍ په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي ګاونډي هېوادونه، طالبان او داعش ډلې او همداراز د ولسي جرګې ځینې غړي د ټاکنو په وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه څرګنده کړه:«هغه خوځښتونه چې موجود دي کمېسیون ژمن دی په هغو ولایتونو کې چې د کمېسیون دروازې تړل کېږي او دوی هڅه کوي چې د کمېسیون دروازې وتړي هلته به ټاکنې د غزني ولایت د ټاکنو له برخلیک سره مخامخ شي او هغه کسان چې په خپله نوملړ کې دي شونې ده چې زموږ له نوملړه وایستل شي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییس سیاسي ګوندونه د انتخاباتو په بهیر کې په جنجال جوړونې تورنوي او وايي دا بهیر باید د شخصي موخو لپاره له کړکېچ سره مخامخ نه‎شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریایي په دې اړه وویل:«سبوتاژ کوونکي (خرابوونکي) باید تشخیص شي او افغان حکومت باید لاس تر زنې لاندې کېنني.»

که څه هم له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار کړی چې د وخت د نشتوالي له امله به رایې ورکونکي بایومتریک نه‎شي او د ګوندونو ملي ایتلاف هم په بلخ او کندهار ولایتونو کې د دوی د غوښتنو د نه منل کېدو په اعتراض کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفترونه تړلي دي، خو اوس د دغه کار د عملي کولو لپاره د هڅو خبره کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي:«موږ له بېلابېلو شرکتونو سره په اړیکه کې یوو خو د کمېسیون یوازینۍ اندېښنه دا ده چې د کمېسیون خپلواکي باید په پام کې نیول شي او دغې ستونزې ته به د حل لاره پيدا شي.»

خو د ګوندونو ملي ایتلاف تراوسه هم ټینګار لري که رایې ورکونکي بایومتریک نه‎شي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه به وتړي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو د کمېټې مشر محمد ناطقي په دې اړه زیاته کړه:«زموږ څرګند وړاندیز دا دی چې د حکومت، ګوندونو او کمپنۍ د استازو ترمنځ یوه درې اړخیزه غونډه جوړه او جزییات یې له ټولو سره شریک شي.»

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي د روانې اوونۍ تر پایه به د څه باندې نهه مېلیونه رایو ورکوونکو مالومات به مالوماتي بانک (ډېټابس) کې ثبت شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي:«د رای ورکړې پاڼې چې د نوماندانو نومونه دي چاپ شوي او افغانستان ته رسېدلي دي.»

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا د ټاکنو شپږ کارپوهان نوي ګمارل شوي چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي په اړه به پر طرحو کار پيل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه