Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې؛ د کابل د رایو بیا شمېرنه پیل شوه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو تر منځ له ناندریو وروسته نږدې له یوې اوونۍ ځنډ وروسته د کابل ولایت د ټاکنو رایې بیا شمېرلې کېږي. 

دوی د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په منځګړیتوب پر یو میکانیزم سره یوه خوله شوي دي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیو ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل: «په یوه نوي چار چوکاټ باندې د دارالانشاء په سطحه تخنیکي همکارانو تفاهم وکړ او هغه پرون امضا شو.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند علي‌رضا روحاني وايي: «هره ورځ د رایو بیا شمېرنه باید د یو مشخص پلان له مخې وي، چې د رایو شمېره له څو بجې تر څو، هغه خلک چې رایه شمېرنه کې حاضر وي، په کمیسیونونو پسې تړلي ټیمونه او څارونکي په نومونو، مشخص او معلوم وګړي وي.»

د ټاکنیز بهیر څارونکي وايي، باید له دې میکانیزم نه د نورو ولایتونو د رایو په بیا شمېرنه کې هم کار واخیستل شي. 

د ازادو او عادلانه ټاکنو اجراییه مشر یوسف رشید وايي، دوی له پیله د داسې یو میکانیزم موجودیت مهم باله. 

هغه وویل: «دا یو ضرورت و، د پروسې په پیل کې، موږ په کراتو دا ویلي و چې دواړه کمیسیونونه باید یو ګډ میکانیزم جوړ کړي او ټولو ولایتونو کې یو ډول رویه تطبیق شي، له بده مرغه دا رویې یو ډول نه وې.»

د دې بهیر څارونکې یاقوت خان‌زاده بیا وايي دې بیا شمېرنې ته خوشبینه نه ده: «هغه خلک دي، بیا شمېرنه همدوی کوي، فکر نه کوم چې بیا شمېرنه دې شفافه وي.»

د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو خپلواک کمیسیون تر منځ وروسته له هغه غبرګونونه را وپارېدل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل ټولې رايې باطلې وبللې، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون يې پر وړاندې غبرګون وښود. 

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په (۲۹-۲۸) ترسره شوې، چې تر اوسه پورې يې د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلام کړې دي.
 
ټاکنې؛ د کابل د رایو بیا شمېرنه پیل شوه

یاقوت خان‌زاده بیا وايي دې بیا شمېرنې ته خوشبینه نه ده: «هغه خلک دي، بیا شمېرنه همدوی کوي، فکر نه کوم چې بیا شمېرنه دې شفافه وي.»

شریک یي کړئ