Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنې؛ د کابل د رایو بیا شمېر لا هم ځنډول شوی

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لا هم د کابل د رایو بیا شمېر نه دی پیل کړی، دوی وايي باید د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ورته څارونکي ور ولېږي. 

د دې کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي، که د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپل څارونکي ور ورنه لېږي، دوی به د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د څارونکو پر وړاندې د بیا شمېر بهیر پیل کړي. 

هغه وویل: «که هغوی نه راځي نو دا بهیر به د مدني ټولنو او سیاسي جریانونو د استازو پر وړاند پیل شي، بیا به د شکایت حق نه لري.»

په ورته وخت کې د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید د ولسي جرګې د بشري حقونو کمیسیون ته وویل: «له کمیسیونه کارکوونکی راځي، چې زه په پای‌پاڼه کې د رایو شمېر پورته کوم، د یوې رايې قېمت دوه زره افغانۍ.»

د ولسي جرګې د بشري حقونو د کمیسیون مشره فوزیه کوفي وايي، حکومت د ټاکنیزو کمیسیونونو چارو کې لاسوهنه کوي. 

هغې وړاندې زیاته کړه: «دا بنسټونه، خپلواک بنسټونه دي، خو موږ شاهدان یو، چې څو ځلې د ولسمشر مرستیال د دوی د ناستو مشري کوي او دا کمیسیونونه پرلپسې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځي او په حکومتي غونډو کې برخه اخلي.»

د ټاکنو پخلواک کمیسیون وايي دوی د درغلۍ او سرغړونو په تور درې تنه څارونکي عدلي ارګانونو ته معرفي کړي دي. 

تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوري د کابل د رایو پر سر ناندرۍ راپورته شوې، ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ، چې ټولې رایې باطلې دي، خو ټاکنو کمیسیون وویل چې دا د دوی خپل‌سری تصمیم دی.
 
شریک یي کړئ