Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې؛ په اعتراضي توګه د څو ساعتونو لپاره د کابل دروازو تړل

د کابل ځينو معترضو نوماندانو د یوه لاریون په لړ کې د کابل ښار دروازې د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ په مخ وتړلې.

لاریون کوونکي د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي، د دارالانشا رییس او د دغه کمېسیون پخوانی عملیاتي رییس په پراخو درغلیو تورن وي.

لاریونوال د کابل رایو د باطلېدو غوښتنه کوي او له حکومته غواړي چې د دغه کمېسیون چارواکي عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې ټاکنو معترض نوماند فضل من الله ممتاز وايي:«موږ نن د عدالت غوښتنې لپاره پاڅون وکړ تر هغې چې د کابل رایې باطلې نه شي موږ به په ټول افغانستان کې دغو لاریونونو ته دوام ورکړو.»

اعتراض کوونکي وايي د کابل د ټاکنو پایلې نه مني او کابل کې د ولسي جرګې انتخابات باید په راتلوونکي کال کې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره ترسره شي.

د سیاسي ګوندونو استازی سیف الرحمان حبیبي څرګنده کړه:«هغه کسان چې موږ یې وایوو د کابل رییس اول الرحمان رودوال دی چې د کابل د خلکو په حق کې یې ستر خیانت کړی، وروسته د مېلمن ملیحې او زمان زي نه پرته د ټاکنو کمېسیون مشرتابه غړي دي.»

اعتراض کوونکی فواد ابراهیمي هم وايي:«حق تر پښو لاندې شوی کمېسیون درغلي کړې، زموږ رایې خوړل شوې دي، زموږ رایې ضایع شوې دي، موږ بای خپل حق ته ورسېږو.» 

د کابل ښار ځینې سړکونه د خلکو پرمخ تړل شوی چې ښځې او ماشومان یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

عبدالله چې د چاریکارو اوسېدونکی دی له خپل یوه څلور کلن ماشوم سره پلی روان دی او وايي هوا سړه ده او د ماشوم ساړه شوي خو موټر نشه چې په کې ولاړ شي.

هغه زیاته کړه:«موټر نشته نو ځکه موږ پلي روان یوو.»

د چاریکار بل اوسېدونکی همایون هم وايي:«خلکو وویل چې په شکر دره کې لاره تړلې ده، نو موږ هم پلي راغلو.»

اعتراض کوونکو د څرخي پله، سیاه سنګ او کمپنۍ دروازې چې کابل له ولایتونو سره نښلوي د څو ساعتونو لپاره وتړلې.

د کابل د ټاکنو پایلې په دوو میاشتو ځنډ سره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا اعلان شوې، اعتراض کوونکي وايي په کابل کې د تلې د ۲۸ ټاکنې له درغلیو ډکې وې او د پایلو د ارزونې پرمهال هم پراخې لاسوهنې وشوې.

شریک یي کړئ