Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې: د څلورو نورو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تازه د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.

دغه کمېسیون همدارنګه وايي چې د کابل د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې او د دغه کمېسیون کارکوونکي د دغې بیاشمېرنې د مالوماتو د ثبتولو په حال کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۹ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي، خو وروستۍ پایلې به د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لخوا د شکایتونو له څېړلو وروسته اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې  ملیحه حسن د کابل ولایت د رایو د بیاشمېرنې په اړه وايي:«په نوملړ کې به بدلون راشي او کمېسیون او د افغانستان خلک باید وروستۍ پرېکړه چې نیسي باید ومني.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا د پکتیا، ننګرهار، بغلان او کابل ولایتونو د رایو شمېرلو ډېرې ستونزې لرلې چې له څېړنو وروسته به د دغو ولایتونو پایلې هم اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«په دوه ولایتونو کې ډېرې ستونزې وې چې د پکتیا او بغلان ولایتونو وو. او د کابل ولایت د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې ټولې پایلې بیا شمېرل شوې او د پاڼو بیاشمېرنه په سیسټم کې ثبتېږي. درې ورځې کېږي چې ثبت دوام لري.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن همدارنګه وايي چې:«د سترو ولایتونو لکه د ننګرهار ولایت پایلې تر څو ورځو اعلان شي او نورو ولایتونه چې ستونزې یې پراخې دي لکه کابل د دې سربېره چې هڅې روانې دي خو زه ډېره هیله‎منه نه یم چې اعلان شي خو فکر کوم چې لږ به وځنډېږي.»

د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۲۵۶۵ تنو د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره سره سیالي وکړه چې ۳۳ چوکۍ یې د پلازمېنې دي.

د ټاکنو کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او کندوز ولایتونو د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره جوخت وویل چې د کابل د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې، خو د کابل د ټاکنو پایلې به بیا هم له ځنډ سره اعلان شي.

Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تازه د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.

دغه کمېسیون همدارنګه وايي چې د کابل د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې او د دغه کمېسیون کارکوونکي د دغې بیاشمېرنې د مالوماتو د ثبتولو په حال کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۹ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي، خو وروستۍ پایلې به د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لخوا د شکایتونو له څېړلو وروسته اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې  ملیحه حسن د کابل ولایت د رایو د بیاشمېرنې په اړه وايي:«په نوملړ کې به بدلون راشي او کمېسیون او د افغانستان خلک باید وروستۍ پرېکړه چې نیسي باید ومني.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا د پکتیا، ننګرهار، بغلان او کابل ولایتونو د رایو شمېرلو ډېرې ستونزې لرلې چې له څېړنو وروسته به د دغو ولایتونو پایلې هم اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«په دوه ولایتونو کې ډېرې ستونزې وې چې د پکتیا او بغلان ولایتونو وو. او د کابل ولایت د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې ټولې پایلې بیا شمېرل شوې او د پاڼو بیاشمېرنه په سیسټم کې ثبتېږي. درې ورځې کېږي چې ثبت دوام لري.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن همدارنګه وايي چې:«د سترو ولایتونو لکه د ننګرهار ولایت پایلې تر څو ورځو اعلان شي او نورو ولایتونه چې ستونزې یې پراخې دي لکه کابل د دې سربېره چې هڅې روانې دي خو زه ډېره هیله‎منه نه یم چې اعلان شي خو فکر کوم چې لږ به وځنډېږي.»

د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۲۵۶۵ تنو د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره سره سیالي وکړه چې ۳۳ چوکۍ یې د پلازمېنې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه