د پارلماني او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنو ته د نوماندانو د نوملیکنې بهیر نن(شنبې د غبرګولي۵مه) مخکې له غرمې پیل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو د یوې ناستې په ترڅ د دې خبر اعلان ترڅنګ ټينګار وکړ چې د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتووالی لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس، ګلاجان بدیع صیاد څرګنده کړې چې پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنې به د پخواني قانون په اساس چې هر ولایت به یوه ټاکنیزه حوزه وي، ترسره شي.
مخکې له دې یو شمېر سیاستوال او هېوادوال په دې قانون کې د بدلون غوښتونکي وو او ټینګار یې کاوه چې ټاکنیزې حوزې دې وړې شي. خو تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ټاکنیزو حوزو کوچني کولو طرحه د حکومت لخوا رد شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس، په ټاکنو کې د هغو چارو څخه چې د حکومت لاسوهنه بولي، اندېښنه څرګندوي.
نوموړی د ټولو سیاستوالو او حکومت څخه غواړي چې په ټاکنو کې له لاسوهنې مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې لاهم د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر دوام لري او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې تر اوسه کابو درې مېلیونه کسانو نومونه لیکلي دي.