Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پارلماني ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون په اړه د م.م سازمان خوشبیني

د ملګرو ملتونو سازمان د شنبې په ورځ (د تلې په ۲۸ مه) د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې د تېرې ورځې په ټاکنو کې د افغان رایه ورکوونکو پراخ ګډون چې خپلو غوښتونو ته د رسېدو او په اساسي قانون کې راغلي حق چې خپل منتخب استازي ته د رایې ورکړه ده، د دغه سازمان له هرکلي سره مخ شوی دی.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې دا ټاکنې لومړنۍ پروسه وه چې د افغان چارواکو له خوا اداره شوه او د افغانستان د ځان بساینې او ټیکاو په لور د عطف ټکی دی.

خبرپاڼه کې همدارنګه لیکي شوي:«په مېلیونونه افغان وګړو نن د امنیتي ګواښونو او د ټاکنو د مدیریت تخنیکي ستونزو له زغملو سره، په ساعتونو په تمه پاتې شول څو یوه غوره راتلونکي ته رایه ورکړي. دا رایه ورکوونکي، چې خپل مدني مسوولیت یې ادا کړ، د ستاینې وکړ دي. هغه په شرایطو برابر رایه ورکوونکي چې د تخنیکي ستونزو له امله نه دي توانېدلي رایه ورکړي، مستحق دي چې خپله رایه وکاروي.»

همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت، د ټاکنو کمېسیون د چارواکو پر وخت اقدام دا چې هېڅ رایه ورکوونکی به د تخنیکي ستونزې له امله د رایې ورکړې له حقه بې برخې نه شي، ستايي.  

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د چارواکو د پرېکړې پر بنسټ، د شبنې پر شپه د رایې ورکولو د ځينو مرکزونو د فعالیت وخت ترڅو ساعتونو وغځول شو او هغه مرکزونه چې پرانیستل شوي نه وو، د یکشنبې په ورځ به (د تلې په ۲۹ مه) پرانیستل شي.

بلخوا په کندهار کې د امنیتي پېښو له امله د ټاکنو له ځنډېدو وروسته، یونما په پام کې لري چې راتلونکې شنبه په کندهار کې ټاکنې ترسره شي.

دغه سازمان همدارنګه د سیاسي ګوندونو، دولت، نوماندانو او امنیتي ادارو په ګډون له ټولو افغان چارواکو او همکارانو، غوښتي ترڅو د ټاکنو ترسراوي او د پایلو د اعلان لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ وي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې یونما د درغلیو د مخنیوي لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارواکو د اقدامانو او د کابو ۴۰۰ زره ناظرانو او د نوماندانو استازو او همدارنګه د سیاسي ګوندونو څارونکو د ټاکنو د روڼتیا د تامین لپاره ټاکنې له نږدي څارلي، د دوی له کړنو ستاینه کوي.

دغه سازمان همدارنګه له خلکو غوښتي ترڅو خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت کړي.   

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۰۰۱ ز کال راهیسې دا ټاکنې لومړنۍ پروسه وه چې د افغان چارواکو له خوا اداره شول چې د افغانستان د ځان بساینې او ټیکاو په لور د عطف ټکی دی.

شریک یي کړئ