Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غزني کې د ټاکنیز کړکېچ په اړه د ولسي جرګې د استازو لفظي شخړه

په غزني ولایت کې د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو طرحې په اړه په ولسي جرګه کې د ځينو استازو لفظي او فیزېکي شخړې رامنځته شوې.

اخوا ځينې هېوادوال د ځينو استازو چلند د شرم وړ بولي او خپل استازي د قانون جوړونکي بنسټ لپاره د بدنامۍ داغ بولي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د غزني ولایت د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو طرحه په ولسي جرګه کې له یو لړ غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

یو شمیر کسان دا طرحه ظالمانه بولی او په حکومت کې ځینې کړۍ قومي اختلافاتو ته په لمن وهلو تورنوي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي:«په غزني ولایت کې د ټاکنیزو حوزو د کوچنيوالي طرحه ظالمانه او د خندا وړ ده او د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.»

د ولسي جرګې بل غړی عبدالطیف پدرام هم وايي:« قانون استثنا نه مني او دا طرحه د فاشیستو او ظالمو کسانو له خوا کارول شوې او موږ د خپلو هزاره وروڼو ترڅنګ تر پایه ولاړ یوو.»

په دې لړ کې د عبدالطیف پدرام څرګندونې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له غبرګون سره مخامخ کېږي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازی کمال صافی ښاغلی پدرام یوه ځانګړي قوم ته په سپکاوي تورن وي او وايي:«تو (پدرام) د تاجکستان یې او تاجکستاني پاسپورټ لرې.»

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې آرین یون څرګنده کړه:«هغه څه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزني ولایت لپاره پرېکړه کړې قانوني ده او باید عملي شي.»

د ولسي جرګې د داخلي اصولو له مخې کله چې یو استازی د خپلو همکارانو لخوا د نوم په اخیستلو تورن شي، حق لري د دغه تور ځواب ورکړي خو د جرګې رییس ښاغلي پدرام ته د خبرو اجازه ورنه کړه.

کله چې عبدالطیف پدرام غوښتل د خپلو همکارانو په وړاندې څه ووايي د کمال صافي او د جرګې د یو شمېر نورو غړو له غوسې سره مخامخ شو.

د ولسي جرګې غړي سخي مشواڼي وویل:«هېڅ یو استازی په ولسي جرګه کې د یوه ځانګړي قوم استازي نه شي کولای.»

د دې جرګې بل غړی رمضان بشردوست هم وايي:«د مجلس نننۍ اوضاع داسې ده چې د ځينو استازو احساسات پر عقل بر شوي دي.»

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ له دغو جنجالونو وروسته د ملي شورا شاوخوا د امنیتي ځواکونو په تېره بیا وسله‎والو ساتونکو شمېر زیات شي.

خبریال نادراشکان په دې اړه څرګندوي:«ځينې استازي د قومي بحثونو له پورته کولو سره غواړي په خپلو خلکو لوبې وکړي او له هغوی څخه رایې ترلاسه کړي ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې بریالي شي.»

د پلازمېنې اوسېدونکی همایون امیري څرګندوي:« خلکو د داسې استازو له لرو شرمېږي.»

د ولسي جرګې ډېری غړو په داسې حال کې یوځل بیا د راتلونکو ټاکنو لپاره ځانونه نوماند کړي چې هېوادوال د جرګې د ډېری غړو پر کړنو نیوکې کوي.

شریک یي کړئ