په پکتیا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مسوولین وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوملیکنې ۲۹ مرکزونه تړلي دي.
په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر رییس محمدظاهر اکبري وايي چې یوازې د زرمت په ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د نوملیکنې څلور مرکزونه پرانیستل شول.
هغه زیاته کړه:«هغه مرکزونه چې په دغه ولایت کې تړلي دي، یوازې د امنیتي ګواښونو له امله دي.»
زرمت د پکتیا یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې د دغه ولایت نیمايي نفوذ او مساحت جوړوي او تېره ورځ په دغې ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې یوازې څلور مرکزونه پرانیستل شول.
خو د پکتیا والي وايي د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته به د نوملیکنې ټول مرکزونه پرانیستل شي.
د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی وايي:«د نوملیکنې د زمینې د برابرولو لپاره زموږ هڅې روانې دي او موږ کوښښ کوو ترڅو ټولې سیمې د نوملیکنې د مرکزونو د پرانیستو لپاره چمتو شي.»
په همدې حال کې د پکتیا اوسېدونکي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراکانو په ټاکنو کې د کډون لپاره د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو ګمرنګه ګډون لوی لامل په دغه ولایت کې امنیتي ګواښونه بولي.
په ورته وخت کې په پکتیا کې د ټاکنو د څار یو بنسټ اندېښنه لري چې د کاغذي تذکرو په وېش کې فساد روان دی. دوی وايي د ښځینه کارکوونکو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک د جعلي تذکرو جوړولو ته مخه کړې او په ښځینه تذکرو کې د جعلي انځور په لګولو سره استعفاده کوي.
په پکتیا کې د فیفا بنسټ مسوول احسان الله حمیدي په دې اړه وویل:«بنسټیزه ستونزه د پېژندپاڼو په برخه کې ده چې ښځې په مرکزونو کې نشته؛ کارکوونکي جعلي عکسونه له انټرنېتي پاڼو ترلاسه کوي او پر پېژندپاڼو یې لګوي.»
د پکتیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارواکو د شمېرو له مخې تراوسه په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۸ زره کسانو نوملیکنه کړې ده چې د ۱۲ زره شاوخوا یې مېرمنې دي.