پکتیا کې هم لکه د ګڼو نورو سیمو په څېر له بایومټریک پرته رایو ناندرۍ را پارولې، خو مسؤلین وايي دوی ډېر شکایتونه څېړلي دي.
پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر هدایت الله عصمتي وايي، د بېلابېلو سرغړونو او درغلیو په اړه ورته شاوخوا ۴۵۰ شکایتونه ور رسېدلي دي.
هغه طلوعنیوز ته وویل: «له موږ سره اسناد او مدارک شته، څېړنې پرې شوې دي او په ټاکلي وخت کې به يې انشاءالله اعلان کړو.»
هغه زیاته کړه، د لجه منګل، میرزکه او څو نورو ولسوالیو اړوند هم ورته ګڼ شکایتونه شوي و، چې دوی څېړلې دي.
په دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ساحوي دفتر مشر خواجه امین الله فضلي وايي، د ځاځياریوب ولسوالۍ رايې د ځينو ستونزو له امله نه دي شمېرل شوې.
هغه زیاته کړه: «د ځينو ولسوالیو اړوند شکایتونه شوي دي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپل مسؤلیت ادا کوي.»
په ورته وخت کې پکتیا کې د ځینو نوماندانو څارونکي وايي، وړاندې ټاکل شوې وه، چې یوازې د بایومټریک رايې د باور وړ دي، اوس چې پرېکړه بدله شوې، ناندرۍ را پارېدلې دي.
اسلام الدین چې د یو نوماند څارونکی دی وایي: «یوه خبره وه، چې بایومټریک بس خلاص؛ اوس کاندیدان هم په جنجال، نظارت کوونکی هم په جنجال، خلک هم مظاهرې کوي.»
د سرادر ګل په نوم یو بل تن وايي چې ځينې ولسوالۍ چې دوی ته يې د بلاکېدو لیست پخپله د ټاکنو ولایتي کمیسیون ور کړی و، خو اوس يې صندوقونه ډک لیدل کېږي.
هغه وویل: «لجه منګل، ځاځي اریوب، میرزکه او ځینې نور ځایونه چې موږ ته يې لیست راکړی رییس صاحب، چې مرکزونه پکې بلاک و، خو اوس چې موږ نظارت کوو، د هماغه بلاک مرکز صندوق ماته را اخیستل کېږي او راته حسابوي يي.»
ټاکل شوې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لېندۍ میاشتې په درېیمه اعلان شي.