Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې ښځو ته جعلي پېژندپاڼې جوړې او وېشل کېږي

په پکتیا ولایت کې ښځو ته جعلي تذکرې جوړې شوي دي که څه هم د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې موده پای ته رسېدلې خو طلوع نیور ته رسېدلې ویډیو څرګندوي چې اوس هم د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې ښځو ته جعلي تذکرې جوړېږي.

 په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د پکتیا والي په دغه ولسوالۍ کې د جعلي پېژندپاڼو په وېش کې په لاس لرلو تورنوي.

خو د پکتیا والي ویاند دغه خبرې ردوي او وايي ځیني خلک په لوی لاس غواړي چې د پکتیا نفوس د پوښتنې لاندې راولي په ورته وخت کې په پکتیا کې د ټاکنو د څار بنسټونو مسوولین د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسې له پای ته رسېدو وروسته د تذکرو وېش د اندېښنې وړ بولي.

په دغه ویډیوي سند چې طلوع نیوز ته رسېدلی په کې لیدل کیږي د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې ښځو ته جعلي تذکرې جوړې شوي دي.

 خو په دغه کاغذي پېژندپاڼو کې لیدل کېږي چې یوازې د ښځو پر انځورنو ټاپې وهلي او نور اړین معلومات په کې نه دي لیکل شوي د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي یو شمېر نوماندان او د پکتیا  والي د جعلي پېژپاڼو په وېش کې په لاس لرلو تورنوي.

د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی عنایت الله وايي:« یو مکتوب چې والي صاحب لخوا ورکړل شوی وه په دغه ولسوالۍ کې باید متفرقو خلکو تذکرې ورکړل شوې وې خو خبره برعکس وه دوی په دغې ولسوالۍ کې هغه چاته تذکرې جوړې کړې چې د ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي نه وو.»

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی سید احمد وویل:« مرکزي دولت دې په خپله جدي ګامونه واخلي پرې نه ږدي چې خلک په ټاکنو کمېسیون او تذکرو کې لاسوهنه وکړي مشخص نوماندان او ولایت مقام چارواکي لاس لري او مداخله کوي.»

خو د پکتیا د والي ویاند د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د پېژپاڼو وېش قانوني کار بولي او زیاتوي چې ځیني خلک په لوی لاس غواړي د پکتیا نفوس او محلي اداره د پوښتنې لاندې راولي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حصرت زیاته کړه:« ځیني خلک هڅه کوي د پکتیا اداره او پکتیا حقیقي نفوس، سیاسي کډون تر سوال لاندې راولي دا تذکرې موږ لیدلي د پکتیا د احوال او نفوس ادارې احساس نمبرو سره یوالی نه لري.»

پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عامه اړیکو مسوول شیرعلي فیضي وايي:« د پکتیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون اندېښنه لري خو دغه موضوع د وګړو د احوالو نفوس ادارې په پورې اړه لري دا موږ ردوو.»

په پکتیا کې د ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا ولایتي مسوولین وايي د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسې له پای ته رسېدلو وروسته په دغه ولایت کې د تذکرو د وېش پر سر جنجالونه د اندېښنې وړ بولي دوی زیاتوي یو شمېر نوماندان د محلي ادارې به مرسته غواړي جعلي تذکرې جوړې او جعلي سټېکرې پرې ولګوي.

پکتیا کې پر ټاکنو د څار بنسټ د فیفا ولایتي مسوول احسان الله حمیدي څرګنده کړه:« تاسو ته مالومه ده د ثبت پروسه ختمه شوې ده ولې دا کشمکش روان دی د تذکرو پرسر، داسې معلومېږي چې یو شمېر نوماندان مخکې له مخکې نه سټیکرونه راغونډوي ترڅو په دغو تذکرو باندې ولکوي او محلي اداره مداخله کوي.»

یوازې دا سندونه نه دي چې طلوع نیوز ته رسېدلي له دې وړاندې هم په ترلاسه شوو سندونو کې ښودل شوي چې په پکتیا کې د ټاکنیزو قانون خلاف عمل او د بهرنیو هېوادونو د هنرمندانو انځورونه جعلي تذکرې جوړې شوي دي.

د یادونې وړ ده د پکتیا د ثبت احوال نفوس ادارې د شمېرو مخې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر د پیل راهسې چې اوس پای ته رسېدلې شاوخوا یو لک او دیرش زره تذکرې وېشل شوي دي.

شریک یي کړئ