وروسته له هغه چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش په تړاو د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرلپسې خپلې ژمنې ماتې کړې، د ټاکنیز بهیر څارونکي بنسټونه وايي دغه کمیسیون خپلواکي نه لري.
د افغانستان د رڼو او ازادو ټاکنو د بنسټ ویاند صغرا سعادت وايي، کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش نهشي اعلانولی او د حکومت غږ ته يې غوږ نیولی دی.
هغې وویل: «دوی په لومړیو کې له دې صلاحیته ګټه نه شوای اخیستلی او اوس هم پوره دې ته غوږ دي چې حکومت څه فرمان صادروي.»
په ورته وخت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر نعیم اصغري هم ورته نظر لري، هغه زیاتوي: «د نړیوالې ټولنې شرط هم ضرور دی، د هغوی تصمیم ډېر زیات ضروري دی، چې ایا هغوی هم د وري په ۳۱مه ټاکنې غواړي، که د سولې په پلمه يې ځنډوي.»
وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو نېټه د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې وروستۍ ورځ ښوودلې وه، خو د سولې اړوند د زلمي خلیلزاد ماموریت د ټاکنو د ځنډ شکونه پياوړي کړي دي.
د ولسي جرګې غړی ګل محمد رسولي زیاتوي، چې ټاکنو کمیسیون له سفارتونو تصمیمونه اخلي: «خپلواکي نه لري، تر دې چې له حکومت او سفارتونو خپل تصمیمونه اخلي.»
د ټاکنو کمیسیون که څه هم څو ځلې وویل چې څو ورځو کې به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړې، خو بیا هم د دې کمیسیون مشر وايي هیڅ سیاسي فشار نشته.
عبدالبدیع صیاد وویل: «هیڅ سیاسي فشار نشته، د سولې اړوند چې کومي منډې ترړې دي، هیله ده وشي او د خلکو په خیر وي، تر اوسه د کمیسیونو پر تصمیمونو هیڅ اغېز نه لري.»
رویټرز تېره اوونۍ د ځينو امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې سپينه ماڼۍ د سولې د خبرو اترو له امله د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په اړه غور کوي، چې د امریکا سفیر، ارګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تصمیم د افغانانو خپل کار وګاڼه.