Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ډاکټر غني د ټاکنو بهیر بریالی یاد کړ او مبارکي يې ورکړه

ولسمشر غني په یو لنډ پیغام کې د ټاکنو بهیر بریالی بللی او افغان ولس ته يې مبارکې وویله. 

له ارګ نه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د هغه متن راغلی، چې له رایه ورکوونکو، نوماندانو او امنیتي ځواکونو يې مننه کړې. 

هغه پر خلکو غږ کړی، چې تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه: «له تاسې ټولو مننه، تاسې د خپلې رایې د کارولو له لارې نړۍ ته وښوده چې خشونت نه غواړئ. تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه.»

غني پر طالبانو هم غږ وکړ، چې خپل تګ‌لاره دې د خلکو منځته راوړي، په وینا يې وبه ګورو چې خلک د دوی لاره خوښوي که ډیموکراسي: «طالبانو ته وایم، راشئ! او ښکاره کړئ چې ستاسو طریقه او لاره په ولس کې محبوبیت لري او که د ولسواکۍ لاره؟ دا ګز دا میدان. افغانانو خپلو دښمنانو ته وښوده چې نه یوازې دوی تهدید او اخطار ته، نه تسليمېږي، بلکې دوی د دښمن د تهدید د ماتولو قوت او اراده هم لري.»

هغه له مېرمنو ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی ګډون د ډیموکراسي بریا ده: «په دغو انتخاباتو کې د ښځو ګډون د کاندیدانو په صفت او د رایه ورکوونکو په صفت د افغانستان د ولسواکۍ لپاره تاریخي بریا ده.  د دغو ښځو او د هغوی له کورنیو څخه مننه کوم او دا کار د افغانستان د ولسواکۍ په ډګر کې د یو نوي نسل د حضور پیل دی.»

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد هم خبري کنفرانس کې د ولس له همکارۍ مننه وکړه او زیاته يې کړه چې پایلې به يې د دوی له رسمي ادرسه اعلانېږي او د خواله رسنیو خبرونه د باور وړ نه دي.

هغه ځينې رسنۍ هم په ناسمه ژبه کارونه تورنې کړې، خو په ډاګه يې نه کړي او هیله يې څرګنده کړه چې په دې ورځو کې «ذهنونه ګډوډ نه کړي.»
 
شریک یي کړئ