د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن (پنجشنبه، د لېندۍ ۱۵مه) وویل، د پراخو درغلیو له امله د کابل ولایت د ټاکنو د باطلېدو پرېکړه کړې ده.
د دې کمیسیون مسوولینو په خبري غونډه کې وویل، چې کابل ولایت د درغلیو اندازه دومره ډېره وه، چې د ټاکنو اعتبار يې تر سوال لاندې راوست.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند عليرضا روحاني وویل: «د یادو شویو دلایلو، اسنادو او مدارکو په پام کې نیولو سره، د کابل ولایت حوزې د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ل کال د تلې د (۲۹-۲۸) ټاکنو رايې باطلې کړئ.»
د دې کمیسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي دا وروستۍ پرېکړه ده او د ځينو نورو ولایتونو په اړه چې درغلۍ يې تر کابل کمې نه دي، وروسته تصمیم نیول کېږي.
هغې وویل: «دا یو وروستی تصمیم دی او نور ولایتونه هم شته، چې ستونزې يې تر کابل کمې نه دي، چې له څېړنو وروسته به انشاءالله د هغوی په اړه هم تصمیم ونیول شي»
د دې کمیسیون مشر عبدالعزیز اریایي وايي: «دیارلس مورده ټاکنیز جرمونه شوي او پراخې ټاکنیزې سرغړونې هم کابل کې شوې دي.»
د ازادو او عادلانه ټاکنو مسوول نعیم اصغري وايي، دا یو سخت تصمیم دی: «خو قانون د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونو ته دا صلاحیت ورکړی دی.»
وړاندې تر دې هم څارونکو بنسټونو ویلي و، چې کابل ولایت کې د درغلیو کچه لوړه ده، چې له امله يې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دارالانشاء نه احمدشاه زمانزی، د کابل له ټاکنیزو چارو اول الرحمن رودوال، له د کابل له عملیاتي ساحې عبدالعزیز صمیم او له ټکنالوژيکي برخې سید ابراهیم سادات له دندور رکړل شول.
ټاکل شوې وه، د کابل ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لېندۍ په لسمه اعلام شي، خو د ناندریو له امله اعلام نه شوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون دا پرېکړه نه ده منلې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له موږ سره په همغږۍ دا پرېکړ نه ده کړې.
هغه نن په يوه خبري کنفرانس کې وویل: «د کابل رايې شمېرل کېږي، روان دي، د ۷۲ صندوقونو په اړه دوی [د شکایتونو کمیسیون] شکایت درلود، خو یو ناڅاپه يې تصمیم اعلام کړ او د ټول کابل رايې يې باطلې اعلام کړې.»
صیاد دا هم وویل، چې په ټاکنیز بهیر کې د ستونزو په تړاو ټاکنو خپلواک کمیسیون ملامت نه و، په وینا يې: «د نوماندانو حذفول او د ځينو حذف شویو بیا را زیاتول یوه قانوني غلطي وه.»