Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو کمیسیون د وروستۍ پرېکړې په اړه د ولسي جرګې غبرګون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ (سه‌شنبه، ۸لړم) وویل، هغه رايې چې بایومټریک شوې نه دي، خو د مرکزونو له نوم‌لړ سره سمون ولري د باور وړ دي. 

د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې د ټاکنو کمیسیون دې تصمیم غبرګونونه را وپارول او ځينو يې د کمیسیون د چارواکو د شخصي ګټو لپاره یو تصمیم وباله. 

د دې جرګې غړې مېرمن فوزیه کوفي چې یادو ټاکنو ته نومانده او له لومړي لیسته وایستل شوه، وايي: «دوی تل د بېړنیو او تر قانونه پورته تصمیمونو له امله غواړي، خپل فساد او غلا ته زمینه برابره کړي.»

صفیحه ایماق د ولسی جرګې بله غړې د ټاکنو ټول بهیر د باور وړ نه بولي، هغې وویل: «ټاکنې له ټولو ننګونو سره سره وشوې، خو خلکو چې کومې هیلې لرلې، چې رڼې ټاکنې به وي، متاسفانه ونه شوې.»

ټاکنو کمیسیون وړاندې تر دې اعلان کړی و، چې له بایومټریک پرته به رایې هیڅ باور ونه لرې، خو پرون سه شنبه يې دا تصمیم بېرته بدل کړ. 

د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، دوی له بایومټریک پرته رایو ته هم څو مشخصې ځانګړنې لري، هغه وویل: «موږ شرایط ایښي، که دا شرایط يې پوره کړل،  چې په سټېکر مشخص کوډ وي او هغه مرکز ته ځي رایه ورکوي او نوم يې نوم‌لړ کې دی، څارونکي يې د محل د مشر په ګډون تاییدوي، بې له شکه د باور وړ دي، له هغه پرته نه دي.»

خو د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی پر دې شرایطو قناعت نه لري، هغه وویل: «د انتخاباتو کمیسیون او د شکایاتو کمیسیون یوه ورځ یوه فیصله کوي، بله ورځ بله فیصله کوي او دا وروستۍ فیصله خو يې دومره ګونګه ده، چې کومې رایې بایومټریک شوې نه دي او شرایط نه و ورته برابر هغه ګڼل کېږي، نو دا به څوک پوهېږي چې دې رایو ته برابر و، دغو ته نه و، بیا به شمېرل کېږي؟»

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د  بې بایومټریکه رایو د شمېر په اړه دا تصمیم په ډاګه کوي، چې د ټاکنیز بهیر بایومټریکه کول د سیاسي ګوندونو جدي غوښتنه بلل کېدله. 

د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د لړم په ۱۹مه او وروستۍ يې د لېندۍ په ۲۹مه اعلان شي، خو دې کمیسیون ويلی ښايي پایلې يې وځنډېږي.

ټاکنو کیمسیون د بایومټریک دستګاوو د اخیستلو لپاره شاوخوا ۱۸ میلیونه یورو لګښت کړی دی. 
 
شریک یي کړئ