Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار؛ ځينې نوماندان د شکایتونو د څېړلو مخه نیسي

کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، د ځینو نوماندانو له لوري نه پرېښودل کېږي چې د خلکو شکایتونه وڅېړي. 

د دې کمیسیون مشر کریم الله ستانکزی وايي، دوی تر څلور نیم سوه ډېر شکایتونه ثبت کړي، خو ځينې کسان يې د څيړلو مخه نیسي. 

ستانکزي طلوع‌نیوز ته وویل: «موږ ټول ۴۶۹ شکایتونه ثبت کړي، موږ به ټولو ته رسيده‌ګي وکړو، خو موږ ته د ځينو افرادو له لوري اجازه نه را کول کېږي، دغه پروسه به سباته وځنډول شي.»

د نوماندان څارونکي بیا د ټاکنیزو شکایتونو په نه څېړلو کې دغه کمیسیون د خلکو پر غولولو تورونوي. 

د محب الله په نوم یو تن څارونکی وايي: «کمیسیون فاسد دی، پروسه يې فاسده ده، د انتخاباتو په ورځ يې لیستونه پټ کړي و، مراکز يې بند و، له ماسره يې اسناد او ثبتونه شته... د کمیسیون د هدایت مطابق لیستونه پټ شوي دي.»

 عبدالخالق یو بل تن څارونکی دی، هغه وايي د صندوقونو د بندولو په وخت کې په ګڼو مرکزونو کې څارونکي ایستل شوي دي. 

هغه وویل: «په اکثره ولسوالیو او مرکزونو کې څارونکي ور پرېښودل کېدل نه، چې صندقونه بندېدل دوی ایستل شوي دي، موږ شکایتونه ثبت کړي دي.»

په دې ولایت کې د ټاکنو ساحوي کمیسیون مرستیال محمد هارون کلیوال وايي څارونکي د ټولو رایو شمېرل غواړي، خو دوی یوازې د ۲۲ مرکزونو رايې بیا ګڼلی شي. 

هغه زیاته کړه: «د ناظرینو له خوا دا غوښتنه وشوه، چې ټولې رایې بیا له وسره څېړل شي، خو موږ د ۲۲ مرکزونو رايې قانوني څېړلی شي، خو نوماندان او ناظرین يې موږ ته د شمېرنې اجازه نه راکوي.»

دغه کمیسیون وايي په کندهار کې ټولې دوه سوه پنځه دېرش زره رايې کارېدلې دي. 

کندهار کې د ولایت مقام د ننه د برید له امله چې پکې د وخت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومین حسین خېل ووژل شول، یوه اوونۍ ټاکنې وځنډول شوې. 
 
شریک یي کړئ