Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر لاهم تړلی پاتې دی

دا پنځمه ورځ ده چې په کندهار ولایت کي د ټاکنو سیمه‎يیز دفتر مخی ته د دغه ولایت د ولایتی شورا او د افغانستان د ستر ملي ایتلاف په نوم بهیر پلویانو اعتراضونه روان دي او د ټاکنو د سیمه‎يیز دفتر دروازه یې تړلي ده.

اعتراض کوونکي په راتلوونکو ټاکنو کي د رایی اچوني د پروسي د بایومټریک سیسټم او روڼتیا غوښتنه کوي.

‎اعتراض کوونکي نعمت الله په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر له څو ورځو راهیسې په مطلقه توګه تړلی دی. دا دفتر به تر هغې تړلی وي چې د خلکو او د ولایتي شورا مشروع غوښتنې پوره نه شي.»

بل معترض خدای نظر هم وايي:«دا چې موږ لیدلي چې یوه کس حتا لس پېژندپاڼې اخیستي، نو له دې امله موږ باید رایه ورکړو او هغه چا ته یې ورکړو چې غواړو یې.»

‎همدارنګه دغه اعتراض کوونکي وایي ترڅو چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د دوی غوښتني نه وي منل شوي، دوی به له خپلو اعتراضونو لاس په سر نه شي.

اعتراض کوونکي محمد اخلاص څرګنده کړه:«تر هغې چې خپل حق ته نه یوو رسېدلي دا غونډې به دوام ولري. حتا که‎چېرې حکومت زموږ په وړاندې له ځواک هم کار واخلي، موږ به خپلو خوځښتونو ته دوام ورکړو ترڅو خپلو غوښتنو ته ورسېږو.»

‎که څه هم د کورنیو چارو وزارت له لوري امر شوی و چې په ولایتونو کی دا ډول اعتراضونه مات شي او د ټاکنیزو کمېسیونو دروازي دې پرانیزي، خو په کندهار ولایت کې دا اعتراضونه لا هم دوام لري او د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکي وایي غواړي د مذاکراتو له لارې اعتراض کوونکي دې ته چمتو کړي تر د ټاکنو د کمېسیون دروازه پرانیزي.

‎ د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وویل:«موږ له ځواکه د کار اخیستو پر ځای د مذاکرې لاره غوره کړې ترڅو وکړای شو دا موضوع حل او د ټاکنو کمېسیون دفتر پرانیستل شي.»

‎دا په داسې حال کې ده چې د ځینو ګوندونو په وینا د هغوی پلویان په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ټاکنو کمېسیون دفترونو له مخې شړل شوي او د هغوی ځينې نور ټپي او په بندخونه کې دي، هغه تور چې د امنیتي ځواکونو لخوا رد شوی دی.

د شنبي د ورځي راهیسې کندهار ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز دفتر د افغانستان د ستر ملي ایتلاف د پلویانو او د کندهار د ولایتی شورا د غړو له لوری تړل شوی دی.

شریک یي کړئ