وروستي خبرونه
Thumbnail
د ۹۷ ټاکنې

کندوز کې معترض نوماندان؛ له بایومټریک پرته رايې د باور وړ نه بولي

کندوز کې وروسته له هغه د ولسي جرګې د ټاکنو اړوند اعتراضونه پیلېږي، چې ټاکنو کمیسیون په کابل کې هم د ټولو رایو د بیا شمېر او اوو کارکوونکو د دندو د ځنډ خبر ورکړی دی. 

کندوز کې معترض نوماندان یوه غونډه کې د دې ولایت ټاکنیز کمیسیون په بې پروايۍ تورنوي او زیاتوي چې مشخصو نوماندانو ته يې کار کړی. 

دې نوماندانو په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ټاکنو کمیسیون باید په کندوز ولایت کې د کارېدلو رایو له منځه له بایومټریک پرته رايې د باور وړ نه بولي. 
 
غفور هوتک، چې له کندوز څخه ولسي جرګې ته نوماند و، وايي پر حکومتي سیستم باور له منځه تللی دی.

هغه زیاته کړه:  «نه د ټاکنو کمیسیون نه هیله لرو، نه له دولته؛ دا کسان چې درغلي يې کړې، پخپله د دولت مامورین او معلمین دي، که يې څارنوالي ته یوسو هم، پر څارنوالۍ باور نه لرو.»

هوتک زیاته کړه، څومره چې د کوم نوماندان کار خرابېږي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو هماغومره کار جوړېږي: «هر څومره چې د یو نوماند رايې له خطر سره مخ کېږي، هماغومره د دواړو کمیسیونونو کار جوړېږي، د ټاکنو کمیسیون یو کارکوونکي ځي، نوماند ته وايي رايې دې په خطر کې دي، ما پلانی کمېشنر مؤظف کړی، رايې دې قرنطین کوي.»

هغه وویل د ټول کندوز ټولې رايې باید له سره وشمېرل شي، کنه دوی ته به د منلو نه وي. 

قدیر حسین خېل یو بل نوماند دی، چې وايي کندوز کې شوې ټولې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او ټینګار کوي چې له بایومټریک پرته رايې هیڅ ورته د منلو نه دي. 

هغه زیاته کړه، باید د ټول کندوز رايې له سره وشمېرل شي: «له بایومټریک پرته رايې په هیڅ صورت نه منو، د ټول کندوز رايې باید بیا وشمېرل شي، کنه موږ به پراخ لاریونونه وکړو.»

په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر مشر رسول عمر وايي، د دوی ادعاوې به وروسته له هغه په ډاګه شي، چې بیا شمېرل او د دوی څېړنې خلاصي شي. 

هغه زیاته کړه: «د دوی ادعاوې به وروسته له هغه، چې تفتیش مې خلاص شي، بیا شمېرل مې خلاص شي، ان‌شاء‌الله ټولو ته به زما د کارکردګي او د کمیسیون د شفافیت معلومات وشي.»

معترضو نوماندانو په یوه پرېکړه لیک کې، چې یوې نوماندې مرضيې رستمي ولوست، هم پر پورته غوښتنو ټینګار کړی. 

د دوی دویمه او درېیمه غوښتنه کې راغلي: «د ټاکنو په پایلو کې د تغیر عاملین باید وپېژندل شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او له بایومټریک پرته رايې دې باطلې اعلان شي.»

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸)ترسره شوې، چې لومړنۍ پایلې يې باید د لړم په نولسمه اعلان شوې وای، خو ټاکنو کمیسیون ویلي دوی به يې د لېندۍ پر درېیمه اعلان کړي. 

شریک یي کړئ