Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیوچارو وزارت: ټاکنیز کمپیانونه پرمهال دې له موږ سره همغږي وشي

هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنو په موخه د ټاکنیز وکمپاینونو په دوهمه ورځ د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې له نوماندانو غواړي د خپلو کمپاینونو په اړه له هغوی سره همغږي وکړي.

ددغه وزارت په وینا دا کار د نوماندانو او د ټاکنیزو کمپاینونو امنیت خوندیتوب لپاره د تابیاو له ډلې دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي د امنیتي ارګانونو لخوا د نوي امنیتي پروګرام په عملي کیدو سره تر یوې کچې د هیواد امنیتي حالت ښه شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي:«په ولایتونو او مرکز کې امنیت د افغان ځواکونو چمتووالی ښکاره کوي.‎»

د ټاکنیزو کمپاینونو د نېټې له پیله چې(شنبې د تلې په ۶مه نېټه) پیل شول د هرې ورځې په تېرېدو د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې او کمپاینونه ډېرېږي.

د ولسي جرګې ۲۲۹ څوکیو ته دوه زره او ۵۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي دي چې له ډلې یې ۸۰۴  تنه یوازې له کابل نوماند دي.

دغه نوماندان د غونډو په جوړولو په ځانګړې توګه په رسټورانټونو کې خپلو ملاتړو سره ټاکنیز پروګرامونه شریکوي. خو د دې غونډو د امنیت ټینګښت اندېښنې رامنځته کړي دي.

اوس مهال د ناستو په اړه یوازېنۍ اندېښنه د امنیت تامین دی. که څه هم د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو امنیت ټینګښت په اړه د کوم ځانګړي پروګرام خبر نه دی ورکړی، خو تېر ورځ رویټرز خبرې آژانس د طالبانو له قوله خبر ورکړی وو چې افغان حکومت له طالبانو سره د ټاکنو امنیت ټینګښت په تړاو خبرې کړې دي.

همداراز یو شمېر هېوادوال د حکومت څخه غواړي چې د ټاکنیزو کمپاینونو امنیت تامین ته پام وکړي.

پخوانی پوځي، محمد یعقوب حکیمي وايي:«دښمن ښایې دې ته متوجه وي چې څه ډول خپل بریدونه تنظیم کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه، عبدالجبار زیاتوي:«حکومت باید د محترمو نوماندانو د امنیت تامین په برخه کې پام وکړي.‎»

ټاکل شوې تر راتلونکو اتلسو ورځو ټاکنیز کمپاینونه پای ته ورسېږي او د تلې په ۲۸به رایې ورکونکي د ولسي جرګې د ۲۴۹ غړو د ټاکلو په موخه ټاکنو کې برخه واخلي

شریک یي کړئ