افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی پلاوي دفتر(یوناما) د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې لنډ وخت کې د ټاکنو بشپړ مهال ویش خپور کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېر ماښام د ولسمشرۍ تاکنو د سره کېدو نوې نېټه اعلان کړه چې له مخې به یې ټاکنو د راتلونکې کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي. په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه یادې ټاکنوې د وري میاشتې په ۳۱مه ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وویل چې دا بنسټ په وري میاشت کې د ټاکنو ترسره کولو لپاره له نا امنیو، سړې هوا، د تخنیکي او عملیاتي ظرفیت کمښت سره مخامخ دی. عبدالبدیع صیاد هیله څرګنده کړه چې دا ستونزې به د چنګاښ تر میاشتې هوارې شي.
په همدې حال کې یوناما خپله خبرپاڼه کې چې نن(دوشنبې د مرغومې په لسمه) خپره شوې ده وايي:«د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان راتلونکې لپاره حیاتي دي او ناسم مدیریت یې د منلو وړ نه دی.»
د ملګرو ملتونو د استازولی پلاوي دفتر په وینا، پارلماني ټاکنو کې پر ګډودیو نیوکه کوي او په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې پر اصلاحاتو ټینګار کوي.