Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

احمد ولي مسعود په رسمي توګه خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې

د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیزو منډو ترړو په دیارلسمه ورځ، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان احمد ولي مسعود په رسمي توګه خپل ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې.

ښاغلي مسعود چې نن (جمعه د زمري په ۱۸مه) کابل کې د خپلو پلویانو په منځ کې وینا کوله، د حکومت په اوسنیو مشرانو په کلکه نیوکه وکړه او هغوی یې د افغانستان د جګړې په مدیریت کې په بې وسۍ تورن کړل. 

ښاغلی مسعود د ملي یووالي حکومت مشران په نفاق اچولو، فساد او ناتوانۍ تورنوي.

هغه زیاته کړه:«کولای شو چې د دغه مافیايي حکومت په وړاندې، هغه حکومت چې تراوسه نه دی توانېدلی چې یو واحد چتر رامنځته کړي، ودرېږو او بدلون رامنځته کړو.»

ښاغلی مسعود وايي چې د هر ډول ټاکنیزې درغلۍ پر وړاندې به ودرېږي.

احمد ولي مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«یا به ټاکنې رڼې وي او په عادلانه او سمه بڼه به څو د ټاکنو ګټونکی کېږي او که‎چېرې داسې نه وي، کولای شو چې له ټاکنو یوه ورځ مخکې خپله پرېکړه وکړو.»

د «وفاق ملي» ټاکنیزې ډلې مشر د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د ناتوانۍ له امله د پاکستان مشران له امریکا سره د افغانستان په اړه پرېکړه کوي - د ښاغلي مسعود نغوته په دوحه کې د سولې خبرو ته وې.

دغې ټاکنیزې ډلې له خلکو سره ژمنه وکړه که‎چېرې بریالی شي له کړکېچ څخه د افغانستان د ایستو او د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره بنسټيزه کارونه ترسره کړي.

دا ټاکنیزه ډله داسې مهال چې په خپلې بریا ډاډه ده وايي، د سیاسي وضعیت د ناروښانتیا له کبله په خپل وخت د ټاکنو کېدو په اړه ډاډ نه لري.

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. د دغو انتخاباتو ټاکنیزې منډې ترړې د زمري په شپږمه پيل او ټاکل شوې د تلې تر درېیمه دوام پيدا کړي. 

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند احمد ولي مسعود، د ټاکنیزو منډو ترړو له رسمي پیل سره د حکومت مشران یې بې وسه، فاسد او ظالم خطاب کړل.

شریک یي کړئ