Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ: تر دوه ورځو به د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه بحثونه وروستي شي

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ټاکنو قانون د تعدیل په اړ به بحثونونه تر دوه راتلوونکو ورځو وروستي شي، په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې تېره ورځ په دې اړه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د استازو له حضور سره په ارګ کې بله مشورتي غونډه جوړه شوه.

د ټاکنو قانون په طرحه کې چې یوه نسخه یې طلوع نیوز ته رسېدلې ده، لیدل کېږي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو جوړېدل، د دغو کمېسیونونو د غړیتوب شرایط، د غړو د رییس او مرستیالانو ټاکل، د غړو د ټاکلو څرنګوالی او د دغو کمېسیونو د عزل حالات او دغه راز د دغو بنسټونو او د هغوی د رییسانو دندې او واکونه هغه لویې برخې دي چې په دغو تعدیلاتو کې شاملې شوې دي.

په دې اړه د اجراییه رییس ویاند مجیب رحیمي وايي:«د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو بحث، هم د کمېسیون د مشرتابه له خوا مطرح شوی، طرحې یې وړاندې کړي او هم د افغانستان د دولت د مشرتابه له خوا او همدارنګه د محترمو نوماندانو لخوا، د دغو اصلاحاتو د پلي کولو لپاره، د کمېسیون له مشرتابه او نوماندانو سره په ګډه غونډې شوې او په دې اړه بحثونه دوام لري.»

په دې تړاو د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي د جمعې ورځې په مشورتي ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو او سیاسي ګوندونو د استازو او د مدني ټولنې د غړو په ګډون یوه مسلکي کمېټه جوړه او د دوو ورځو په لړ کې د ټاکنو د قانون د تعدیل پر مسودې بحث وکړي او هغه وروستۍ کړي.

د افغانستان پر ټاکنو د څاربنسټ غړی حبیب الله شینواری وايي:«نن او سبا په صدارت، په دویم مرستیالۍ کې غونډه لرو، د مدني ټولنې غړي او د سیاسي ګوندونو او نوماندانو استازي او په حکومت کې له همکارانو سره د ټاکنو پر قانون بحث وکړو، تعدیلات او اصلاحات رامنځته شي او وروسته یوه جامع طرح وړاندې کړل شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي څرګندوي:«په هغه صورت کې که‎چېرې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل شي، د دواړو کمېسیونونو له همغږۍ سره، هر هغه څه چې تعدیلات وشي، باید وشي.»

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات او د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پر مهال د دغه حکومت ژمنې وې.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ټاکنو قانون د تعدیل د طرحې په تړاو نیوکو ته په ځواب کې ویل شوي دي چې د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده یوه حکومتي طرحه نه ده، بلکې دا طرحه د هغو شاوخوا شلو غونډو محصول دی چې په کې په دې تړاو وړاندیزونه او مشورې وړاندې شوې دي.

شریک یي کړئ